google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده                
نور   د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
               
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
2026/02/07-04:06

انصارپرس: د پاکستان له دوو مهمو متحدانو امریکا او چین نیولې د طالبانو تر حکومت او روسیې پورې ګڼو هېوادو پر ایکس او نورو ټولنیزو شبکو د بیانونو په خپرولو سره د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د شیعه ګانو پر جومات مرګونی برید په کلکه غندلی دی.

د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده

د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته نژدې په ترلایي سیمه کې د خدیجه الکبرا په نوم د شیعه ګانو پر جومات پرون خونړی برید وشو.

په اسلام آباد کې د امریکا سفارت پر خپله ایکس پاڼه یوه بیان کې ویلي متحد ایالات دا حمله چې بېګناه لمونځ کوونکو ته یې مرګ ژوبله واړوله په کلکه غندي. د امریکا د سفارت شارژ دافیرې ناتالي اې بېکر ویلي چې پر ملکي وګړو او عبادت ځایونو د ترهګرۍ عمل د منلو وړ نه دی.

مېرمن بېکر ویلي چې امریکا به سولې او امنیت ته د رسېدو په لاره کې د پاکستان ملاتړ ته دوام ورکړي او له دې هېواد سره د ثبات په هدف شراکت ته ژمنه ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت او همداراز په اسلام آباد کې د طالبانو تر ادارې لاندې سفارت پر ایکس شبکې په جلا بیانونو کې دا برید غندلی او ویلي یې دي چې دوی دا ډول حملې چې د سپېڅلو شعایرو او جوماتونو حرمت ننګوي او عبادت کوونکي او ملکیان په نښه کوي د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کړنه بولي او په کلکو ټکو یې غندي.

ایران چې ځان د شیعه اسلام مخکښ هېواد بولي هم دا برید په کلکه غندلی او د بهرنیوچارو وزارت یې په یوه بیان کې د دې وزارت د ویاند اسماعیل بقايي له قوله لیکلي چې وايي د تروریزم او افراطیت د ټولو بڼو او نښو پرضد قاطع مبارزه د سیمې د ټولو هېوادو همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا لري. بقايي د دې اعمالو د ترسره کوونکو، تنظیموونکو، ملاتړو او مالي مرستندویانو پرضد د دوامداره مبارزې غوښتنه هم کړې ده.

پاکستان پر متحدوایالتونو سربېره له چین سره هم نژدې اړیکي پالي او له اوږدو کلونو راهیسې یې د پېکېنګ او واشنګټن ترمنځ اړیکو کې انډول ساتلی دی.

په اسلام آباد کې د چین سفارت هم پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي دي چې د خدیجه الکبرا پر جومات د برید له کبله د پېښې له قربانیانو او کورنیو سره یې د زړه له تله خواخوږي لري. په بیان کې یادونه شوې چې چین په دې سخت حالت کې د خپلو پاکستاني وروڼو او خویندو ترڅنګ ولاړ دی.

په پاکستان کې د روسیې سفارت هم پر ایکس شبکې د یوه بیان په خپرولو سره دا حمله په کلکه غندلې ده او د چاودنې له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې.

همداراز اروپايي ټولنې دا برید په کلکه غندلی، ویلي یې دي چې د دې چاودنې د خبر په اورېدو یې ژور ټکان خوړلی. په پاکستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په خپل بیان کې ویلي دي چې د ترهګرۍ او تشدد هرراز افراطي اقدامات غندي.

په عین حال کې د اروپايي ټولنې غړو لکه چک جمهوریت، هالنډ، همداراز کاناډا او نورو هېوادونو هم د اسلام آباد برید غندلی دی.

پرونی برید په اسلام آباد کې په تېرو نژدې دوو لسیزو کې ترټولو خونړی برید بلل شوی چې له دوو سوو ډېر کسان یې مړه او ټپیان کړل. پولیسو ویلی دا وېره شته چې د تلفاتو شمېر لوړ شي.

د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکوي چې وايي، د برید اصلي مرګ ژوبله ښايي ډېره وي.

خټک وايي:« د اسلام آباد اطراف ویلای شئ. داسې کلی غوندې دی ترلایي نومېږي د خدیجه الکبرا امام بارګاه ده. چاودنه په دې ځای کې د جمعې د لمانځه په وخت کې شوې ده. چې کله خلک د جمعې په لمانځه بوخت وو، په دوهم رکعت کې وو، چاودنه وشوه. ما چې له ځايي خلکو سره چې په سیمه کې اوسېږي، خبرې وکړې نو یوه کس چې هغه هم شیعه دی او امام بارګاه ته ډېر نژدې اوسي، راته وویل چې زموږ د کور غولی چې دی له مړو ډک دی او دا په شمار کې نه دي راغلي.»

په اسلام آباد کې د شیعه ګانو پر جومات پرونی برید له دې پلوه هم اهمیت لري چې په دې هېواد کې له یوې اوږدې مودې وروسته په دې کچه لوی برید کېږي.

په اسلام آباد کې تېرځل خونړۍ برید د 2008 کال په سپټمبر کې په ماریوټ هوټل کې شوی و، چې شپېته کسان یې ووژل او د هوټل یوه برخه یې ویجاړه کړه.

#پاکستان                #امریکا                #ایران                #چین                #روسیه                #چاودنه               
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
طالبان
د امیر خان متقي او فیصل بن فرحان تیلیفونی خبرې
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
سپینه مانی
په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د ماښام ډوډۍ پر مهال ډزې شوي
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
کیف
اوکراین پلازمینه کې وسله وال برید شوی

پاکستان
متقي د عربستان له سفیر سره د کابل-اسلام اباد پر روغې جوړې خبرې وکړې
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
طالبان
د طالب چارواکو د بندیزونو د لیسټ نویو زیاتوونو د طالبانو غبرګون پارولی
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
امریکا
د ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن (شنبه) په اسلام‌اباد کې پیلېږي
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
امریکا
امریکا او ایران په روستۍ شیبه کې په اوربند سلا شول
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
آسترالیا
د افغانستان په جګړه کې استرالیايي سرتېری په جنګي جرم تورن شو
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
ایتالیا
د ایټالیا صدراعظمه د دریو عربي هیوادو په سفر تللې
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
طالبان
د طالبانو حکومت په ایران کې د 6 افغانانو وژل کېدل تایید کړل
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
پاکستان
پاکستان کې لا هم د هند خلاف وسله‌والې ډلې فعالیت لري
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
طالبان
د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکې ته د کابل په هوايي ډګر کې پېښه
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
امریکا
شهباز شریف:د امریکا او ایران ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو یو
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
طالبان
طالبان وايي بلخ کې یې پاکستاني الوتکو باندې ډزې کړي
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
مهاجران
د امریکا د کډوالۍ ادارې کارکوونکي هوایي ډګرونو ته لېږدول کیږي
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
دینی عالمان
د پاکستان یو دیني عالم: عاصم منیر زمونږ سپکاوی کړی
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
لبنان
د اسراییلو په بریدونو کې لبناني عسکرو ته مرګژوبله اوښتې
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د ماښام ډوډۍ پر مهال ډزې شوي
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
اوکراین پلازمینه کې وسله وال برید شوی
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ

د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press