google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د امیر خان متقي او فیصل بن فرحان تیلیفونی خبرې
انصارپرس: ( د ثور7مه)، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان آل سعود سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې متقي په سیمه کې د ثبات لپاره د سعودي عربستان د هڅو ستاینه هم کړې ده. وزارت دا هم لیکلي چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې ثبات د هرچا لپاره مهم بللی او د شخړو د پای ته رسولو لپاره یې په خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ټینګار کړی دی. سعودي عربستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني؛ خو یو له هغو څو هیوادونو دی چې د طالبنو له حکومت سره نږدې اړیکې لري. ریاض د تیر کال په ډسمبر کې د طالبانو او پاکستاني استازیو ترمنځ د خبرو اترو کوربه توب وکړ.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





