google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
شهباز شریف:د امریکا او ایران ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو یو
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي، د امریکا او ایران ترمنځ د کړکیچ د حل او منځګړیتوب لپاره چمتو دی.
هغه پر خپلې ایکس پاڼې لیکي، پاکستان چمتو دی چې د ایران او امریکا ترمنځ د روانې جګړې د پایته رسیدو په موخه د مانادارو خبرو اترو کوربتوب وکړي. روانه اونۍ له پاکستاني چارواکو سره د امریکايي او ایراني چارواکو د کتنې راپورونه خپاره شوي وو. د راپورونو له مخې، د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس، د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویتکاف او د ولسمشر زوم جرد کوشنر به د دې خبرو اترو مشري په غاړه ولري. پاکستاني چارواکو ویلي، د ایران له خوا به د دې هېواد د پارلمان مشرمحمد باقرقالیباف به د خبرو اترو مشري وکړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندې ویلي و، د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو يې بریدونه ځکه درولي، څو خبرو اترو ته لار برابره شي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





