google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د اسراییلو په بریدونو کې لبناني عسکرو ته مرګژوبله اوښتې
انصارپرس: ( د کب27مه)، د لبنان پوځ وايي، د دې هېواد په جنوب کې د اسراییلو په بریدونو کې یو لبناني عسکر وژل شوی دی.
پوځ تیره ورځ د (مارچ17مه) په یوې اعلامیې کې وویل، د اسراییلو په بریدونو کې یو عسکر وژل شوی او څلور نور ټپیان دي. بل پلو، د اسراییلو پوځ په یو بیان کې ویلي،اسراییل د لبنان پوځ له هغه ادعا چې د دوی په بریدونو کې لبناني عسکرو ته مرګژوبله اوښتې خبر دی او په دې اړه يې څیړنې پیل کړي دي، اسراییلي پوځ د (حزب الله پر وړاندې جګړه کوي) نه د لبنان د وسله ځواک او ملکیانو پر وړاندې. د ایران له ملاتړه برخمنده حزب الله ډله له هغه مهاله چې امریکا او اسراییلو پر ایران بریدونه پیل کړي، پر اسراییلو راکټي حملې کوي. د ایران د جګړې له پیل راهیسې د اسراییلو په بریدونو کې درې لبناني عسکر وژل شوي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





