google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د طالبانو حکومت په ایران کې د 6 افغانانو وژل کېدل تایید کړل
انصارپرس: ( دحمل 13مه)، د طالبانو حکومت پر ایران د اسراییل او امریکا د جګړې له پیله په ایران کې د 6 افغانانو د وژل کېدو پخلی وکړ. د طالبانو د حکومت یوې باخبره سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې ایران کې تراوسه 11 افغانان ټپيان شوي دي.
خو د ایران سپاه پاسداران ته نژدې تسنیم خبري اژانس وایی چې په ایران کې د یوې افغان کورنۍ پر شپږو غړو سربیره لږ تر لږه دوه نور افغانان هم په جګړه کې وژل شوي دي. د تسنیم په وینا دغه کورنۍ د تهران په ( 13مه ابان شهري) سیمه کې اوسیده چې تر برید لاندې راغله. وړاندې راغلي چې پر دغې کورنۍ سربیره دوه نور افغانان هم ایران کې وژل شوي چې جسدونه یې خاورو ته سپارل شوي دي. په ایران کې میشتې یوې افغان خبریالې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي خپل نوم یاد کړي د خپلو معلوماتو پر اساس وویل چې په ایران کې د جګړې له پيله تراوسه 31 افغانان وژل شوي دي. دغې خبریالې زیاته کړه چې د 12 افغانانو مړي هم افغانستان ته انتقال شوي دي. د طالبانو حکومت بیا دغه شمېرې نه تاییدوي او خپلواکو سرچینو هم د افغانانو د وژلو په اړه کره ارقام نه دي ورکړي. په ایران کې شاوخوا 4 میلیونه افغان کډوال اوسیږي چې یوشمېر یې د ایران له جګړې نه افغانستان ته په تیښته بریالي شوي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





