google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
طالبان وايي بلخ کې یې پاکستاني الوتکو باندې ډزې کړي
انصارپرس: ( د حمل4مه)، بلخ کې د هوايي برید له رپوټونو وروسته د طالبانو حکومت وايي چې د پاکستاني الوتکو لور ته یې ډزې کړي دي.
حماد وصال د الفتح د 209 قول اردو ویاند پرته له جزییاتو ته ویلي چې دافع هوا ځواکونه د پاکستاني الوتکو لور ته ډزې کوي او له خلکو یې غوښتي چې اندیښمن نه اوسي. مخکې لدې، بلخ کې د طالبانو د والي ویاند عطاء الله زید ازادي راډیو ته ویلي وو چې نن شپه کومه پیښه نه ده شوې . د پاکستان حکومت تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي. ځینو داخلي رسنیو د منابعو په وینا رپوټ ورکړی وو چې بلخ کې هوايي بریدونه شوي دي. پاکستان مخکې ویلي وو چې اوربند نن دوشنبه د شپې تر دولسو بجو دوام کوي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





