google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن (شنبه) په اسلاماباد کې پیلېږي
انصارپرس: ( دحمل 22مه)، مخکې ویل شوي و چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې به د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې پیلېږي، خو پرون څو لوېدیځو رسنیو راپور ورکړ چې دا خبرې به د شنبې په ورځ (22 حمل) ترسره شي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبرې به غیرمستقیمې وي؛ یعنې دواړه لوري به په جلا خونو کې کښېني او پاکستاني چارواکي به د دواړو خونو ترمنځ پیغامونه لېږدوي. د دې خبرو له پیل مخکې، پاکستان خپل پوځ سړکونو ته راایستلی څو په هېواد کې امنیت ټینګ کړي. د ایران او امریکا ترمنځ د دوه اوونیز اوربند هوکړه چې د پاکستان په منځګړیتوب شوې، یوازې څو ساعته مخکې له هغه اعلان شوه چې د ډونالد ټرمپ له لوري د ټاکل شوي ضربالاجل پای ته رسېدو ته یوازې دوه ساعته پاتې و؛ هغه ضربالاجل چې ورسره دا ګواښ هم مل و چې «د ایران ټول تمدن به له منځه ولاړ شي».
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





