google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
پاکستان کې لا هم د هند خلاف وسلهوالې ډلې فعالیت لري
انصارپرس: (د حمل9مه)، هندي رسنیو د امریکا کانګرېس څېړنیز خدمت په حواله راپور ورکړی چې په پاکستان کې لا هم د هند هېواد ګټو ته ګواښوونکې وسلهوالې ډلې فعالیت لري.
د راپورونو له مخې چې په پاکستان کې دا وسلهوالې ډلې د بریدونو د پلانجوړونې وړتیا لري او د پاکستان په خاوره کې د هند پر ضد فعالیتونه تنظمیوي. په راپورونو کې د «لشکر طیبه» او «جیش محمد» ډلو نومونه یاد شوي او پاکستان د دغو ډلو پر ساتنې تورن شوی دی. هند تر دې مخکې هم بار بار ویلي چې د دوی پر ضد بېلابېلې وسلهوالې ډلې په پاکستان کې فعالیت لري، او پاکستان یې د «ترهګرۍ» ملاتړی بللی دی. څه موده مخکې د هند دفاع وزارت هم خبرداری ورکړی و چې د پاکستان پر ضد یې سندور عملیات پایته نه دي رسېدلي، او که دا ځل له دغه هېواد د هند پر ضد کوم ناسم اقدام ولیدل شي، پاکستان به په بېساري ډول وځپي. د یادولو ده چې څو ورځې مخکې هم د هند او پاکستان د سرحد په ځینو سیمو کې نښتې وشوې.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





