google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
روسیې پر اوکراین خونړي بریدونه کړي
انصارپرس: اوکرایني چارواکي وایي چې تېره شپه روسیې د اوکراین پر سوېل ختیځ «زاپورېژیا» ښار خونړي ډرون بریدونه کړي چې له امله یې مرګژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې چې د روسیې له لوري د اوکراین پر سوېل ختیځ زاپورېژیا ښار د ډرون برید له امله دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه نهه نور ټپیان دي. په راپورونو کې د اوکرایني چارواکو په حواله ویلي شوي چې د دغو بریدونو له امله یو شمېر استوګنیزې ودانۍ هم ویجاړې شوې، او ټپيان د درملنې په موخه روغتونونو ته وړل شوي دي. دا بریدونه داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د لنډمهاله اوربند خبرې هم جدي روانې دي. بلخوا د امریکا په مشرۍ لوېدیځو هېوادونو د دې څو کلنې جګړې د پایتهرسولو لپاره هڅې پیل کړې، خو لا هم کومه مثبته پایله نه تر سترګو کېږي. د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ هم په وروستیو کې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او اوربند هڅې پيل کړې، خو داسې ښکاري چې دا جګړه به لا پسې اوږده شي. د یادولو ده چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې له امله لسګونه زره کسان وژل شوي او لسګونه زره نور بېځایه شوي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





