google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
عراقچي: ایران هېڅکله د اټومي وسلو جوړولو په لټه کې نه و
انصارپرس: د واشنګټن او تهران ترمنځ د اړیکو لا ترینګلتیاوو په دوام، د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي د ترکیې له ولسمشر، رجب طیب اردوغان او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر، هاکان فیدان سره د وروستي وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې عراقچي ټینګار کړی ایران هیڅکله هم د اټومي وسلو په لټه نه و او داسې یوې عادلانه هوکړې منلو ته چمتو دي چې د ایران خلکو مشروع ګټې خوندي کړي. عباس عراقچي ویلي دغه هوکړه باید اټومي وسلو ته د نه لاسرسي او ټولو بندیزونو لغوه کول تضمین کړي. د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي همداراز په سیمه کې د سولې او ټیکاو ټینګښت برخه کې د ترکیې رول ستایل دی. د نوموړي په وینا چې ایران تل په سیمه کې د سولې او ټیکاو ساتنې او غیرقانوني تجاوزونو مخنیوي برخه کې د سیمې هېوادونو سره تعامل او همکارۍ ته چمتو دی. د یادولو ده چې په ایران کې د حکومت ضد خونړيو لاریونونو وروسته د تهران او واشنګټن اړیکې په بېسارې توګه زیاتې شوې او ټرمپ څو ځلې پر ایران د برید خبرداری ورکړی دی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





