google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
اسرائیل پر ایران د برید په لټه کې دی
انصارپرس: په ایران کې له پراخو خونړیو لاریونونو وروسته د ترکیې بهرنیو چارو وزیر «هاکان فیدان» ویلي چې اسرائیل یو وار بیا پر ایران د برید هڅې پیل کړې دي.
د رویټرز په راپور کې د فیدان له قوله ویل شوي چې دوی هیلهمن دي، اسرائیل له بدیلو لارو کار واخلي، خو اټکل کوي چې د تهران او تلابیب د بیا جګړې او نښتې امکان ډېر شوی دی. تر دې مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پر ایران د برید خبرداری ورکړی و، خو بلخوا یو شمېر هېوادونو له واشنګټن غوښتي وو چې له دا ډول اقدام لاس واخلي. ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي چې د پرمختللو تجهیزاتو بېړۍ یې سیمې ته استولې دي. د تهران او واشنګټن دا کړکېچ په ایران کې له پراخو لاریونونو وروسته پیل شو چې پرمهال یې نږدې دوهنیم زره لاریونوال ووژل شول او زرګونه د حکومت له لوري ونیول شول. هغه مهال امریکا ویلي وو چې ایران په لوی لاس لاریون کوونکي وژني او دا کار به خطرناکې پایلې ولري. بلخوا ایراني چارواکو هم ویلي وو چې تهران له چا سره جګړه نه غواړي، خو ټینګار کوي که برید پرې وشي، هر ډول اقدام کولای شي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





