انصارپرس: ( د مرغومي 15مه)، امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې هلته هغه افغان په 15 کاله بند محکوم شوی چې په 2024 کال کې یې یو برید پلان کړی و.

د راپورونو له مخې چې د عبدالله حاجيزاده په نوم دغه افغان له داعش ډلې څخه وسلې هم اخیستې وې.
په وروستیو کې په امریکا کې وسلهوال بریدونه زیات شوي چې تر څنګ یې د ډېرو پېښو لامل افغان پناهغوښتونکو ته ور اوړي.
څو ورځې مخکې د امریکا د ملي ګارډ پر غړو وسلهوال برید وشو چې په تور یې یو افغان پناهغوښتونکی ونیول شو.
په امریکا کې د وسلهوالو پېښو تر زیاتېدو وروسته ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې هلته به د ټولو افغان کډوالو د پناهغوښتنې قضیې بیا ارزول کېږي او تر څنګ یې امریکا ته د ټولو افغانانو پر ورتګ بندیز ولګاوه.
د یادولو ده چې په 2021 کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته لسګونه زره افغانان بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا ته لاړل او اوس یې امریکا د بېرته ایستلو لپاره بېلابېل پلانونه جوړ کړي دي.