google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید                
نور   نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
               
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
2026/01/04-04:48

انصارپرس: ( د مرغومی14مه)، د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او میرمن یې سیلیا فلورس نیویارک کې محکمې ته له وړاندې کیدو مخکې د هیلي کوپټر په وسیله انتقال او ټاکل شوي توقیف ځای ته ورسیدل.

نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید

مادورو چې په کاراکاس باندې دامریکايي ځواکونو د پرونیو بریدونو په ترځ کې ونیول شو نیویارک ته ولیږدول شو. روسیې ، ایران او د وینزویلا ځینو نورو ملاتړو هیوادونو د متحدو ایالاتو دغه اقدام وغانده خو په تبعید کې د وینزویلا خلکو یې هرکلی  وکړ.

امریکايی خبري شبکو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې ولیدل شول چې یوه الوتکه د امنیتي ځواکونو په بدرګه پرون د نیویارک ښارڅخه شمال لویدیځ لور ته سل کیلومتر لرې د ستیورات نړیوال هوايی ډګر ته ورسیده.

امریکايی خبري شبکو دغه کس د مادورو په نوم معرفی کړ چې له 2013 کال راهیسې یې په وینزویلا واکمني کړې خو په 2020 کال کې د امریکا لخوا د مخدره توکو په ارتباط تورن شو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او نورو امریکایي چارواکو د مادورو د نیولو لپاره د عملیاتو په اړه وضاحت ورکړ او زیاته یې کړه چې متحده ایالات به په موقت ډول وینزویلا تر هغه وخته پورې اداره کوي چې د واک انتقال په خوندي ، مناسب او عادلانه توګه ترسره شي .

ټرمپ پرته له جزییاتو خبریالانو ته وویل چې د خپلې کابینې ځینې کسان ګماري چې د وینزویلا مسئولیت په غاړه واخلي.

ټرمپ وویل: دا خورا بریالی عملیات باید هر هغه چا ته خبرداری ورکړي چې د امریکا حاکمیت ګواښي یا د امریکایانو ژوند په خطر کې اچوي.

یو لوړ پوړي امریکایي جنرال وویل چې د څو میاشتو له تیاریو وروسته په وینزویلا برید کې 150 امریکایي الوتکو برخه واخیستله.

خو د ولسشمر د مرستیالې ډیلسې رودریګوز په ګډون د مادورو لوی مرستیالان اوس هم په واک کې دي.

ټرمپ له میرمن رودریګوز څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او وویل چې هغه اساسا هغه څه کوي چې مونږ فکر کوو وینزویلا به یوځل بیا یو عظیم هیواد کړي .

خو میرمن رودریګوز د مادورو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له هیواده دفاع کوي.

بل لورته د واشنګټن له ملاتړه برخمن د وینزویلا د حکومت مخالفین دي چې مشري یې د نوبل د جایزې ګټونکې ماریا کورینا ماچادو لخوا کیږي.

هغې په خواله رسنیو کې ولیکل چې د ازادي ساعت راورسیده .

د امریکا لوی څارنوال پام بونډي وویل چې مادورو او د هغه میرمن - چې هم نیول شوې - په نیویارک کې د مخدره توکو د قاچاق په ارتباط جنایي تورونو سره مخ دي.

په کاراکاس د امریکا بریدونه او د مادورو نیول د وینزویلا د ځینو متحدینو او د ملګرو ملتونو دسرمنشي انتونیو ګوتیریس لخوا په کلکه وغندل شول.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل د امریکا پوځي اقدام خطرناک مثال جوړوي.

خبري اژانسونو د سرچینو په حواله وویل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د جنوري په پنځمه نیټه د سهار په 10 بجو د امریکا د عملیاتو په اړه د بحث لپاره غونډه وکړي. ډیپلوماتانو وویل چې کولمبیا چې روسیه او چین یې ملاتړ کوي، د غونډې غوښتنه کړې.

 

#امریکا                #ونزوئلا                #مادورو                #ترامپ                #امنیت شورا                #گوترش               
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
طالبان
د امیر خان متقي او فیصل بن فرحان تیلیفونی خبرې
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
سپینه مانی
په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د ماښام ډوډۍ پر مهال ډزې شوي
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
کیف
اوکراین پلازمینه کې وسله وال برید شوی
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
پاکستان
متقي د عربستان له سفیر سره د کابل-اسلام اباد پر روغې جوړې خبرې وکړې
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
طالبان
د طالب چارواکو د بندیزونو د لیسټ نویو زیاتوونو د طالبانو غبرګون پارولی
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
امریکا
د ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن (شنبه) په اسلام‌اباد کې پیلېږي
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
امریکا
امریکا او ایران په روستۍ شیبه کې په اوربند سلا شول
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
آسترالیا
د افغانستان په جګړه کې استرالیايي سرتېری په جنګي جرم تورن شو
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
ایتالیا
د ایټالیا صدراعظمه د دریو عربي هیوادو په سفر تللې
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
طالبان
د طالبانو حکومت په ایران کې د 6 افغانانو وژل کېدل تایید کړل
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
پاکستان
پاکستان کې لا هم د هند خلاف وسله‌والې ډلې فعالیت لري
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
طالبان
د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکې ته د کابل په هوايي ډګر کې پېښه
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
امریکا
شهباز شریف:د امریکا او ایران ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو یو
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
طالبان
طالبان وايي بلخ کې یې پاکستاني الوتکو باندې ډزې کړي
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
مهاجران
د امریکا د کډوالۍ ادارې کارکوونکي هوایي ډګرونو ته لېږدول کیږي
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
دینی عالمان
د پاکستان یو دیني عالم: عاصم منیر زمونږ سپکاوی کړی
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
لبنان
د اسراییلو په بریدونو کې لبناني عسکرو ته مرګژوبله اوښتې
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د ماښام ډوډۍ پر مهال ډزې شوي
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
اوکراین پلازمینه کې وسله وال برید شوی
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press
نیکولاس مادورو نیویارک ته ورسید