google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د ټرمپ ګواښ او د م.م امنیت شورا ته د ایران شکایت
انصارپرس: ( د مرغومي 13مه)، ایران د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه لیک کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې ښکاره ګواښ او له نړیوالو قوانینو سرغړونه یاده کړې.
ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني د ټرمپ څرګندونې د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده. هغه زیاته کړې چې، د ټرمپ دا ډول څرګندونې تاوتریخوالي او بې ثباتۍ ته لمن وهي. ایران دغه ګواښونه د امریکا د اوږدمهاله مداخله ګر سیاست دوام بللی چې، د دوی په وینا د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دي. ایران له امنیت شورا غوښتي، چې د امریکا دریځ دې په پرېکنده توګه وغندي او دغه هېواد دې نړیوالو قوانینو ته په احترام قایل کړي. د یادونې ده، تېره ورځ ډونالډ ټرمپ ایراني چارواکو ته ګواښ وکړ، چې د لاریون کوونکو پر وړاندې دې له زوره کار نه اخلي کنه امریکا به له لاریون کوونکو د ملاتړ په موخه لاس په کار شي. بل لورته د ایراني رسنیو د خبر له مخې، دا مهال د ایران 46ښارونو په 113 نقطو کې د حکومت ضد لاریونونه دوام لري. راپورونو کې ویل شوي چې، د لاریونونو له کبله تر دې مهاله 8 تنه وژل شوي او لسګونه نور د پولیسو له لوري نیول شوي. ایران کې وروسته له هغې د حکومت ضد لاریونونه راووتل چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د یو ایراني تومان بیه تر 140زرو واوښته.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





