google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
خلیلزاد وايي دوه امریکایان له محاکمې پرته په افغانستان کې بندیان دي
انصارپرس: ( دمرغومی13مه)، د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي لا هم دوه امریکایان له محاکمې پرته په افغانستان کې بندیان دي.
خلیلزاد له یوه خصوصي ټلویزیون سره په یوه مرکه کې چې تیره شپه خپره شوې دا خبره کړې ده. که څه هم طالبانو رسماً نه ده منلې چې څو امریکایان له دوی سره بندیان دي خو ښاغلي خلیلزاد په دې مرکه کې تایید کړه چې طالب چارواکو منلې دوه امریکایان له دوی سره بندیان دي. خلیلزاد بیا وویل چې معلومه نه ده دا امریکایان ولې بندیان دي او طالب چارواکو هم له دوی سره په خبرو کې د دغو امریکایانو د برخلیک او د بندیانېدو د دلیل په اړه ډېر څه نه دي ویلي. ښاغلي خلیلزاد د دغو بندیانو نومونه هم یاد نه کړل. خو د راپورونو له مخې یو افغان الاصله امریکایي محمود شاه حبیبي د 2022 کال له اګست راهیسې په افغانستان کې نیول شوی او د طالبانو په بند کې دی. دا افغان امریکایي تبع د 2022 کال په اوړي کې په کابل کې د القاعده شبکې د دویم نمبر مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته ونیول شو. د حبیبي کورنۍ او امریکایي چارواکي ادعا کوي چې نوموړی د طالبانو استخباراتو نیولی دی، خو طالبانو بیا په وار وار ویلي چې د هغه د برخه لیک په اړه معلومات نه لري. د بل بندي امریکايي په اړه معلومات نه دي خپاره شوي. ښاغلي خلیلزاد وویل د امریکایي بندیانو مسلې د افغانستان لپاره لوی سرخوږی جوړ کړی ځکه د ده په خبره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د امریکايي بندیانو د خلاصون مسله په جدي توګه تعقیبوي. خلیلزاد که څه هم وویل چې دا وار سفر یې شخصي وو خو مخکې یې د امریکايي بندیانو د خلاصون لپاره د ولسمشر ټرمپ له ځانګړي استازي آدم بوهلر سره کابل ته سفرونه کړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





