google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
ترکیه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د داعش مهم غړی مو نیولی
انصارپرس: ( د مرغومي 2 مه)، د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان (MIT) په یو لړ عملیاتو کې، د داعش (اسلامي دولت) د ډلې یو مهم غړی، محمد ګورین، د افغانستان-پاکستان ترمنځ سیمه کې نیولی او له ځان سره ترکیې ته بېولی دی.
د ترکیې د رسنیو د راپور له مخې، دا معلومات د دوشنبې په ورځ د امنیتي سرچینو له لوري رسنیو ته ورکړل شوي دي. د سرچینو په وینا، ګورین د داعش په روزنیزو کمپونو کې فعاله ونډه لرله او د وخت په تېرېدو سره د د دې ډلې اداري یا مسوول مقام ته رسېدلی و. د MIT د استخباراتي څېړنو له مخې، دا کس محمد ګورین و، چې د «یحیی» په نوم هم پېژندل کېده او د داعش له لوري ورته د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو دنده سپارل شوې وه. سرچینې زیاتوي، نوموړي منلې وه چې په افغانستان، پاکستان، ترکیې او د اروپا په بېلابېلو سیمو کې یې پر ملکي وګړو ځانمرګي بریدونه تنظیم کړي دي. د ترکیې استخباراتو دا هم څرګنده کړې چې یاد کس له ترکیې څخه د افغانستان-پاکستان سیمې ته سفر کړی و او همداراز له هغو هوايي بریدونو څخه ژوندی پاتې شوی و چې په پاکستان کې د داعش پر اهدافو ترسره شوي وو. سرچینې وايي، محمد ګورین له اوزګور آلتون سره یوځای فعالیت کاوه، چې د «ابو یاسر الترکي» په نوم پېژندل کېده. نوموړي تر دې وړاندې د داعش د غړو د لېږد په برخه کې مهم رول درلود، له ترکیې څخه یې د افغانستان-پاکستان سیمې ته کسان انتقالول، خو وروسته ونیول شو، ترکیې ته ولېږدول شو او هلته ونیول شو. ترکمي رسنیو نه دي ویلي چې د دغه هیواد استخباراتو د افغانستان او که پاکستان له خاورې د داعش د دغه غړي د نیولو لپاره عملیات کړي دي. همداراز یې د ګورین د نیول کېدو دقیق ځای نه دی ښوولی. د افغانستان د طالبانو حکومت وايي چې د داعش مرکز د پاکستان بلوچستان ته لېږدول شوی او د پاکستان د استخباراتو تر سیوري لاندې فعالیت کوي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





