google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
هند: د پاکستاني پوځ لخوا د ملکي افغانانو په نښه کول له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې
انصارپرس: (د لیندی20مه)، په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي «پرواتنني هریش» د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې پر افغان خاوره د پاکستاني پوځ بریدونه غندلي دي.
ښاغلي هریش ویلي چې چې د ملکي خلکو د ژوند خوندیتوب لپاره باید د ملګرو ملتونو منشور او نړیوالو قوانینو ته درناوی وشي. نوموړي همداراز د پاکستان له لوري د سوداګریزو لارو تړلکېدو ته په غبرګون کې ویلي چې د دې لارو د تړلکېدو له امله په لومړیو ورځو کې افغان سوداګر سخت تاواني شوي او سوداګري باید په توګه ونه کارول شي. هند تر دې مخکې هم څو ځلې پر افغان خاوره د پاکستاني حکومت بریدونه غندلي وو او دا یې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې وه. څو ورځې مخکې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې په سپینبولدک کې د عامې افغانانو پر کورونو د پاکستاني عسکرو هاوان بریدونه په کلکه غندلي وو. د ویلو ده چې له تېرې څه مودې راهیسې د افغانستان او هند اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراخې شوې او وخت ناوخت د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو رسمي سفرونه هم کړي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





