google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
په سپین بولدک کی وضعیت آرام شوی دی
انصارپرس: (د لیندۍ 15 مه)، په کندهار کې د طالبانو د حکومت سرچینې وايي چې په سپین بولدک کې تېره شپه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه له کابو دوه ساعته وروسته درېدلې ده.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس، علي محمد حقمل، فرانس پرس اژانس ته ویلي چې پاکستاني ځواکونو په جګړه کې سپکه او درنه توسله کارولې ده او د دوی له لوري ویشتل شوي د هاوان ګولۍ د عام ولس پر کورونو لګېدلې دي. هغه زیاته کړې: «نښتې پای ته رسېدلي او دواړو لورو د اوربند پر سر هوکړه کړې ده.» تر دې وړاندې تېره شپه د جګړې د پیل په اړه د سرحدي پولیسو ویاند عابد فاروقي بیا ویلي چې «پاکستاني ملیشو اوربند ته ژمنتیا ونه ښوده او په سپین بولدک کې یې برید لومړۍ په ګرنیټ انداز غورځولو او بیا جنګ پیل کړ، اوس زموږ ځواکونو پر هغوی ځوابي برید پیل کړی دی.» د جګړې په ترڅ کې یو بل ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه دواړو خواوو رسماُ څه نه دي ویلي خو په سپین بولدک کې ځینو طالب سرچینو ویلي چې په دې دوه ساعته نښته کې یو میجر یو کیپتان او څو نور پوځیان وژل شوي او 4 یې ژوندي نیول شوي دي. پاکستان د جګړې په لړ کې خپلو پوځیانو ته د مرګ ژوبلو د اوښتو په اړه څه نه دي ویلي. خو د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف ویاند ویلي چې «دا افغان ځواکونه وو چې د چمن پولې په اوږدو کې یې بېدلیله ډزې کړي دي.» د پاکستان د حکومت ویاند، مشرف زیدي، په یوه بیان کې ویلي: «پاکستان په بشپړ ډول چمتو دی او د خپلې خاورې د بشپړتیا او د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره ژمن پاتې کېږي.» د جګړې د سیمې څو اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې جګړه د شپې لس نیمې بجې پیل شوه او نژدې دوه ساعته یې دوام وکړ. د دوی په وینا اوس وضعت ارام دی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





