|
افغانستان کې د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو کچه خورا لوړه شوې ده
انصارپرس: ( د لیندۍ لومړۍ)، د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وایي، په افغانستان کې د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو کچه خورا لوړه شوې ده.
خلیلزاد ویلي چې دا ستونزې وروسته له هغې ژورې شوې، چې ایران او پاکستان په "ظالمانه" ډول شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال وشړل. نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د طالبانو له لوري د امام ابو حنیفه څلورم ملي او نړیوال نندارتون له جوړېدو د هرکلي په یوه بیان کې کړې دي او دا یې هڅوونکی ګام بللی دی. د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته میلیونه افغانان له هېواده د خپلو زده کړو، خوندیتوب او اقتصاد رغولو په موخه له هېواده کډوال شول. افغانان نیوکه کوي، چې طالبانو د بې کارۍ کمولو او اقتصادي رغونې لپاره هېڅ عملي ګام نه دی اخیستی. د دې ترڅنګ داسې ګڼ راپورونه خپاره شول، چې د هېواد لسګونه ځوانان ایران او بیا اروپا ته په قاچاقي لارو د تګ پر مهال د هېوادونو پولیسو وژلي، نیولي او تر شکنجو وروسته یې هېواد ته شړلي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





