google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
اوکرایین کی د هر ډول بهرنیه سرتیره به روسیی ته مشروع هدفونه وي
انصار:( د وږي ۱۵مه)، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکراین ته د بهرنیو ځواکونو د لیږلو په وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دوی به مشروع هدفونه وي. د ارام سمندر په ساحلي ښار ولادیوستوک کې یوې اقتصادي غونډې ته د وینا پر مهال، پوتین وویل چې که چیرې کوم سرتیري هلته راڅرګند شي، په ځانګړې توګه اوس چې جګړه وي، موږ ګومان کوو چې دوی به مشروع اهداف وي. دا څرګندونې یوازې څو ساعته وروسته له هغه وشوې چې د کاناډا، جاپان او اسټرالیا په ګډون د شاوخوا ۳۰ اروپایي هیوادونو د یوې ډلې مشران اوکراین ته د سوله ساتو ځواکونو د لیږلو لپاره د سلامشورو په اړه سره غږېدلي. د ارادې د اییتلاف په نوم د دې ډلې مشرانو د پنجشنبې په ورځ په پاریس کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره لیدلي دي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، چې د خبرو اترو کوربه توب یې کاوه، وویل ۲۶ هیوادونه اوکراین ته د ډاډ د حاصلولو په هدف د ځواکونو د استولو یا په ځمکه، هوا او سمندري قلمرو کې د عسکرو ځای پر ځای کولو ته ژمن دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





