google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ                
نور   د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
               
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
2025/08/30-04:02

انصار: (د وږی ۸ مه)، د ۲۰۲۱ م کال د اګست په دې ورځ (۳۰) د امریکا وروستی پوځي له افغانستان څخه په داسي حال کې ووت چې د امریکا د ځواکونو د ایستلو پر څرنګوالي لا هم ډېرې نیوکې کېږي او ځینې امریکایان یې شرموونکي بولي.

جنرال کریستوفر دوناهو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې وروستی امریکايي پوځي و چې، الوتکې ته وخوت او په ‌‌‌دې ترتیب په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو څه باندې شل کلن حضور رسماً پای ته ورسېد.

له افغانستانه د وروستي امریکايي پوځي له وتلو وروسته د امریکا د هماغه وخت ولسمشر جو بایډن په یوه اعلامیه کې د امریکا د تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې د پای اعلان وکړ.

د امریکایي چارواکو له دې اعلان څو شېبې وړاندې په کابل ښار کې هوایي ډزې پیل شوې او طالبانو د خپلې بریا او خپلواکۍ اعلان وکړ.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه ولیکل«وروستي پوځیان د شپې پر دوولس بجو (د اګست دېرشمې او یو دېرشمې ترمنځ شپه) له افغانستان ووتل او په دې توګه افغانستان په بشپړه توګه ازاد او خپلواک شو.»

د امریکا د هغه مهال ولسمشر جو بایډن د هغو امریکایي پوځیانو او افسرانو مننه وکړه، چې په وروستیو دوو اوونیو کې یې له افغانستان د لسګونو زرو کسانو په ایستلو کې مرسته وکړه.

د امریکايي ځواکونو د بشپړه وتلو په درشل کې امریکا او متحدانو یې زرګونه افغانان، چې ډېری یې د جمهوري حکومت پلویان او کارکوونکي وو، له افغانستانه په الوتکو کې وایستل.

جوبایدن وړاندیز کړی و چې جنرال دوناهو دې ستر جنرالۍ ته ترفیع وکړي او په اروپا او ختیځه افریقا کې دې د امریکا د پوځ قومانده په لاس کې واخلي.

خو د امریکا د سنا جرګې جمهوریپالو غړیو د پوځ د بریدجنرال کریسټوفر دوناهو د ترفیع مخه ونیوله.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او متحدانو یې په ځلونو له افغانستانه د امریکا د پوځ د وتلو په پروسې کلکې نیوکې کړي او ژمنه یې کړې چې د دې پېښې عاملان به تعقیب او منفک کړي.

امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مې له پېښې وروسته د القاعده شبکې د ځپلو او د دې شبکې د ملاتړ په خاطر طالبانو ته د سزا ورکولو لپاره د نړیوالو ځواکونو په مشرۍ په افغانستان یرغل وکړ. امریکا او متحدانو یې په افغانستان کې شل کاله تېر کړل خو نه یوازې دا چې طالبان یې ونه ځپلی شول بلکې د وخت په تېرېدو جګړه لا تېزه شوه. مګر د القاعده مشر اسامه بن لادن یې په پاکستان کې وواژه.

په دې جګړه کې نژدې دوه نیم زره امریکايي پوځیان ووژل شول او شاوخوا ۲۰ زره نور ټپیان شول.

افغانستان ته د امریکايي پوځیانو له راتګ سره که څه هم ډېرې وینې وبهېدې خو افغانستان ته ډېرې پیسې هم راغلې. سره له دې چې له افغانستان سره د امریکا او نورې نړۍ مرستې تر ډېره ضایع او حیف و میل شوې خو بیا هم ډېر کارونه پرې وشول. زرګونه ښوونځي، کلینکونه، روغتونونه، دولتي ادارې او زرګونه کیلومتره پاخه سړکونه او بې شمېره پُلونه او پلچکونه جوړ شول.

د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
طالبان
د امیر خان متقي او فیصل بن فرحان تیلیفونی خبرې
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
سپینه مانی
په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د ماښام ډوډۍ پر مهال ډزې شوي
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
کیف
اوکراین پلازمینه کې وسله وال برید شوی

پاکستان
متقي د عربستان له سفیر سره د کابل-اسلام اباد پر روغې جوړې خبرې وکړې
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
طالبان
د طالب چارواکو د بندیزونو د لیسټ نویو زیاتوونو د طالبانو غبرګون پارولی
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
امریکا
د ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن (شنبه) په اسلام‌اباد کې پیلېږي
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
امریکا
امریکا او ایران په روستۍ شیبه کې په اوربند سلا شول
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
آسترالیا
د افغانستان په جګړه کې استرالیايي سرتېری په جنګي جرم تورن شو
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
ایتالیا
د ایټالیا صدراعظمه د دریو عربي هیوادو په سفر تللې
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
طالبان
د طالبانو حکومت په ایران کې د 6 افغانانو وژل کېدل تایید کړل
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
پاکستان
پاکستان کې لا هم د هند خلاف وسله‌والې ډلې فعالیت لري
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
طالبان
د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکې ته د کابل په هوايي ډګر کې پېښه
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
امریکا
شهباز شریف:د امریکا او ایران ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو یو
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
طالبان
طالبان وايي بلخ کې یې پاکستاني الوتکو باندې ډزې کړي
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
مهاجران
د امریکا د کډوالۍ ادارې کارکوونکي هوایي ډګرونو ته لېږدول کیږي
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
دینی عالمان
د پاکستان یو دیني عالم: عاصم منیر زمونږ سپکاوی کړی
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
لبنان
د اسراییلو په بریدونو کې لبناني عسکرو ته مرګژوبله اوښتې
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د ماښام ډوډۍ پر مهال ډزې شوي
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
اوکراین پلازمینه کې وسله وال برید شوی
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
د اگست 30مه، له افغانستانه د وروستی امریکايي پوځي د وتلو ورځ
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press