google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
بې پېلوټه او جنګی الوتکو د خلکو پر کورونو بمباري کړې
انصار: (د وږي ۶ مه)، په خوست او ننګرهار ولایتونو کې ځايي اوسیدونکي وايي چې بې پېلوټه او جنګی الوتکو د خلکو پر کورونو بمباري کړې او ملکیانو ته یې مرګ ژوبلې اړولي دي. د ننګرهار ولایت په شینوارو کې بې پیلوته الوتکې د شینوارو ولسوالۍ په ۲۸ ویاله سیمه کې پر یوه کور بریدونه کړي دي. سرچینې وایي، چې په برید کې دوه ماشومان ټپیان شوي او د بېړنیو روغتیایي خدماتو لپاره د غني خېلو روغتون ته لېږدول شوي دي. د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ اوسیدونکو ویلي چې بې پیلوټه الوتکو په دې ولسوالۍ کې یو شمیر کورونه بمباري کړي دي. د ځینو سرچینو په وینا په دې برید کې دوه ماشومان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې د کونړ په دانګام ولسوالي کې هم بمباري شوې خو له کبله یې د مرګ ژوبلې او تاوانونو په اړه کوم راپور لا نه دی ترلاسه شوی. د دوی په وینا، تېر ماخوستن په دې بمبارۍ کې خلکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. خو د دې لپاره چې بمباري د شپې په تیاره کې شوې، د مرګ ژوبلو دقیق شمېر نه معلومېږي. د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





