google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
پاکستان د طالبانو د حکومت مخالفین اسلام اباد ته وربللي
انصار:( د زمري ۲۶مه)، د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، پاکستان د روانې اګسټ میاشتې پر ۲۵مه او ۲۶مه د طالبانو د حکومت د مخالفو بهر مېشتو افغانانو د یوې ناستې کوربه دی. خلیلزاد دا د پاکستان له لوري یو ناسم او پاروونکی عمل بللی دی. بل لورته ځینو رسنیو ته یو شمېر غیر طالب سیاستوالو هم منلې، چې دوی پاکستان ته د یوې غونډې لپاره بلل شوي دي. تر اوسه دې ناسته کې د طالبانو د مخالفینو او غیر طالب سیاستوالو د ګډون هویتونه نه دي په ډاګه شوي، خو خلیلزاد ویلي داسې کسان هم پکې شته چې د طالبانو پرځول د «تاوتریخوالي» له لارې غواړي. ځینو سرچینو بیا ویلي، چې د دې ناستې ګډونوال به افغانستان کې پر بشرحقونو، د ښځو او نجونو پر وضعیت او د افغانستان پر سیاسي وضعیت خبرې وکړي. دا ناسته دا مهال ترسره کېږي، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې غیر طالب سیاستوال هڅه کوي، له طالبانو سره یو جوړجاړي ته ورسېږي، له همدې کبله پاکستان کې د اګسټ ناستې ته خوشبین دي. خو بل لورته بیا یو شمیر افغان سیاسیون دا ناسته د هېواد په خیر نه بولي او زیاتوي پاکستان تل افغانستان لپاره شر غوښتی نو ځکه پرې باور نشي کېدای. دوی وایي ښایي بیا پاکستان له دې فرصته په استفادې افغانستان کې شته امنیت له خنډونو سره مخ کړي. افغان سیاسیون له طالبانو غواړي چې د خپلو مخالفینو سره یو تفاهم ته ورسېږي او له دا ډول ناستو یې را وګرځوي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





