انصار: (د زمري۱۳که)، د امریکا د ولسمشر جګپوړي سلاکار سټیفن مېلر پر هند تور لګولی چې له روسیې د تیلو په پېرلو سره د اوکرایین پر وړاندې د روسیې د جګړې مالي ملاتړ کوي.
رویټرز خبري اژانس د مېلر له قوله راپور ورکړی چې د هند له خوا د روسي تیلو اخیستل د دې جګړې د تمویل مانا لري او دا ولسمشر ټرمپ ته د منلو نه ده.
تراوسه په واشنګټن کې د هند سفارت په دې اړه غبرګون ښودلی نه دی، خو د هند دولتي سرچینو رویټرز ته ویلي چې د امریکا له فشارونو سره سره به نوې ډیلي له مسکو څخه د تیلو پېرلو ته دوام ورکړي.
له تېرې جمعې راهیسې د امریکا له خوا پر هندي توکو ۲۵ سلنه تعرفه لګول شوې او ټرمپ ګواښ کړی چې که دا وضعیت دوام وکړي، تعرفې به ۱۰۰ سلنې ته لوړې کړي، مګر دا چې مسکو له اوکرایین سره سولې ته ورسېږي.