google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د څو طالب دیپلوماتانو منلو ته د آلمان تیاری
انصار: (د چنګاښ۳۱مه)، آلمان د اروپايي اتحادیې لومړنی هېواد شو چې طالبانو ته اجازه ورکوي، چې خپل استازي دې هېواد ته واستوي ترڅو له آلمان څخه د افغان وګړو د ایستلو په بهیر کې مرسته وکړي. آلمان دا اقدام وروسته له هغه کوي چې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبریند، د رد شویو او په جرمونو د ککړو پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه له طالبانو سره د مخامخ خبرو ملاتړ وکړ. له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، جرمني د افغان کډوالو د ایستلو بهیر درولی و. خو دغه هیواد د جمعې په ورځ افغانستان ته د رد شویو پناه غوښتونکو د بیرته استولو بهیر بیا پيل کړ. د جمعې په ورځ آلمان ۸۱ افغان کډوال افغانستان ته ولېږل. د آلمان حکومت د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د دوو افغان قونسلي کارکوونکو د وراستولو اجازه یې ورکړې ده. د حکومت ویاند، شټیفن کورنیلیوس، ویلي: دا قونسلي مامورین به د نورو پلان شویو ایستل کېدونکو کسانو په لېږلو کې همکاري وکړي. برلین ټینګار کړی چې دا پرېکړه د طالبانو د رسمیت پېژندنې معنا نه لري. د فرانکفورټر الګماینه سایتونګ ورځپاڼې د راپور له مخې، دا یوازې د عملي همکارۍ یو محدود اقدام بلل شوی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





