انصار: (د چنګاښ ۳۰ مه)، کابل د افغانستان لپاره د اسلام اباد ځانګړی استازی محمد صادق، وايي چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي او د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراجالدين حقاني د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هوکړې ته رسېدلي دي.
محمد صادق دوشنبه د چنګاښ پر ۳۰مه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې دواړو لوريو د ترهګرۍ په تړاو مفصلې خبرې کړې دي.
د صادق په وينا، د پاکستان او طالبانو د کورنيو چارو وزيرانو د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره پر نږدې همکاریو هوکړه کړې ده.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير پرون د طالبانو د کورنيو چارو له وزير سره د کتنې لپاره کابل راغلی و.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت هم اعلان کړی چې دواړو لوريو د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او امنيت د ټينګښت په اړه خبرې کړې دي.
دا کتنه په داسې حال کې کېږي چې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د ټي پي پي ګواښونو تل د اسلاماباد اندېښنې راپارولې دي.