google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
اسراییل سره له جګړې وېره نه لرو؛ خو د ولس ګټه او سوله غوره ګڼو
انصار:( د چنګاښ ۲۶مه)، د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له اسراییل سره د جګړې کولو نه وېرېږي؛ خو د سوریې د ولس ګټې او سولې خوندیتوب غوره ګڼي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د جګړې او داخلي اصلاحاتو ترمنځ یې د نورو ویجاړیو د مخنیوي لپاره د اصلاحاتو لاره غوره کړې ده. بل لورته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر خپله اېکس پاڼه په سوریه کې د تاوتریخوالي پر پراخېدو اندېښنه ښودلې. ګوترېش زیاته کړ، چې د ملکیانو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی په کلکو ټکو غندي. نوموړي لیکلي: «زه د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت څخه د سرغړونې د سملاسي درېدو غوښتونکی یم.» پرون اسراییلي پوځ د سوریې پلازمېنه دمشق کې د دفاع وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې هوایي بریدونه وکړل. نړیوالو رسنیو راپور ورکړی وو، چې د دغو بریدونو له امله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۱۸ نور ټپیان دي. دغه بریدونه وروسته له هغې شوي چې اسراییل ګواښ وکړ که د سوریې دولتي ځواکونه د هېواد له سویلي برخې ونه ووځي، خپل بریدونه به پراخ کړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





