google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
شاهین: ښایي نور هېوادونه هم طالبان ژر په رسمیت وپېژني
انصار: (د چنګاښ ۱۴مه)، قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین وایي، ښایي راتلونکو اوونیو یا میاشتو کې ځینې نور هېوادونه هم د روسیې د پرېکړې په تعقیب، د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني. نوموړي له یوې روسي رسنۍ سره خبرو کې زیاته کړې: ښایي په راتلونکو اوونیو یا میاشتو کې ښه خبرونه واورو. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه وویل، چې روسیې د دوی حکومت په رسمیت وپېژنده. روسیې هممهاله د طالبانو په رسمیت پېژندنه تایید کړه. روسي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړ، چې افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت یې په رسمیت وپېژنده او د افغانستان له لوري ور معرفي شوی سپين بيرغ يې هم منلی دی. روسیه لومړنی هېواد شو چې طالبان په رسمیت پېژني. تازه د روسیې بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې لیکلي چې د طالبانو په رسمیت پېژندنه به د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې اړیکې او همکارۍ پراخې او پياوړې کړي. بیان کې راغلي چې له طالبانو سره به د سیمه ییز امنیت په پیاوړتیا، د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې، مرستو، زېربنايي پروژو، د انرژۍ تولید، اقتصادي او دغه راز سوداګریزې ودې برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





