google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو                
نور   د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
               
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
2025/06/24-04:29

انصار:( د چنګاښ ۳مه)، د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې د اسراییل او ایران ترمنځ بشپړ اوربند شوی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر له امیر څخه مننه وکړه چې په سیمه کې یې د سولې لپاره هڅې کړي دي.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر په خپله ټولنیزه شبکه سوشل تروت کې ولیکل چې د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند شوی او په ۲۴ ساعتونو کې به په پړاونو کې پلی شي، چې له دې سره به ۱۲ ورځنۍ جګړه پای ته ورسي.

رویټرز د یو باخبره چارواکي په حواله راپور ورکړی چې په قطر کې د امریکا په هوايي اډه د ایران له هوايي بریدونو وروسته، د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د ټیلیفوني خبرو اترو له لارې د امریکا د اوربند وړاندیز ته د تهران موافقه ترلاسه کړه.

دغه چارواکي چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه، زیاته کړه چې دا ټیلیفوني اړیکه وروسته له هغه وشوه چې ډونالډ ټرمپ د قطر امیر ته خبر ورکړ چې اسراییل له اوربند سره موافقه کړې او له هغه څخه یې د تهران د راضي کولو لپاره د مرستې غوښتنه کړې.

رویټرز خبري اژانس د لوړ پوړي ایراني چارواکي په حواله چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه، راپور ورکړ چې تهران له اسراییل سره د اوربند لپاره د امریکا وړاندیز مني، چې د قطر په منځګړیتوب شوی دی.

د امریکا ولسمشر په یوه بل پوسټ کې د قطر له امیر څخه د سیمې د سولې لپاره د هغه د ټولو کارونو لپاره مننه وکړه او په یوه ورپسې پوسټ کې یې ولیکل: نړۍ ته مبارکي، دا د سولې وخت دی.

وروسته له هغه چې ایران د جون په ۲۳مه په قطر کې د العدید په هوايي اډه توغندي وویشتل، ټرمپ وویل چې په بریدونو کې هیڅ امریکایی ته زیان نه دی رسیدلی.

د امریکا دفاع وزارت تایید کړه چې ایران په برید کې څو لنډ او منځني واټن بالستیک توغندي وویشتل او ویې ویل چې د تلفاتو هیڅ راپور نه شته.

د ایران یا اسراییل له خوا په دې اړه کوم رسمي بیان نه دی ورکړل شوی، او دا روښانه نه ده چې ایا ایران د یورانیمو د غني کولو د پای ته رسولو لپاره د امریکا له خوا له ټاکل شويو شرایطو سره موافقه کړې ده که نه ده.

پر ایران د اسراییل بریدونه د جون په ۱۳مه پیل شول، او ایران یې په غچ اخیستونکو بریدونو سره ځواب ورکړ. ایران د یکشنبې په ورځ (د جون په ۲۲مه) د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له هوايي بریدونو وروسته په قطر کې د العدید په امریکایي هوايي اډه توغندي وویشتل.

د امریکا ولسمشر ټرمپ له ایران مننه کړې او ویلي یې دي چې تهران په قطر کې د برید په اړه وار له مخه حال ورکړی و نو ځکه یې پر قطر توغول شویو توغندیو هېڅ زیان نه دی اړولی.

 

د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
طالبان
د امیر خان متقي او فیصل بن فرحان تیلیفونی خبرې
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
سپینه مانی
په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د ماښام ډوډۍ پر مهال ډزې شوي
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
کیف
اوکراین پلازمینه کې وسله وال برید شوی
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
پاکستان
متقي د عربستان له سفیر سره د کابل-اسلام اباد پر روغې جوړې خبرې وکړې
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
طالبان
د طالب چارواکو د بندیزونو د لیسټ نویو زیاتوونو د طالبانو غبرګون پارولی
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
امریکا
د ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن (شنبه) په اسلام‌اباد کې پیلېږي
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
امریکا
امریکا او ایران په روستۍ شیبه کې په اوربند سلا شول
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
آسترالیا
د افغانستان په جګړه کې استرالیايي سرتېری په جنګي جرم تورن شو
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
ایتالیا
د ایټالیا صدراعظمه د دریو عربي هیوادو په سفر تللې
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
طالبان
د طالبانو حکومت په ایران کې د 6 افغانانو وژل کېدل تایید کړل
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
پاکستان
پاکستان کې لا هم د هند خلاف وسله‌والې ډلې فعالیت لري
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
طالبان
د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکې ته د کابل په هوايي ډګر کې پېښه
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
امریکا
شهباز شریف:د امریکا او ایران ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو یو
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
طالبان
طالبان وايي بلخ کې یې پاکستاني الوتکو باندې ډزې کړي
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
مهاجران
د امریکا د کډوالۍ ادارې کارکوونکي هوایي ډګرونو ته لېږدول کیږي
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
دینی عالمان
د پاکستان یو دیني عالم: عاصم منیر زمونږ سپکاوی کړی
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
لبنان
د اسراییلو په بریدونو کې لبناني عسکرو ته مرګژوبله اوښتې
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د ماښام ډوډۍ پر مهال ډزې شوي
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
اوکراین پلازمینه کې وسله وال برید شوی
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press
د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو