google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د م.م امنیت شورا نن دوشنبه د افغانستان په اړه غونډه کوي
انصار:( د چنګاښ ۲مه)، د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن دوشنبه د افغانستان په اړه ناسته کوي. افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا، د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله، جویس موسویا، او د ملګرو ملتونو د ښځو مشره سیما باهوس به دغې غونډې ته وینا وکړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې له دې علني ناستې وروسته به یوه بله ناسته هم د بندو دروازو تر شاه ترسره شي. په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د دوحې د بهیر کاري ډلې به د روان میلادي کال د جون پر ۳۰مه او د جولای پر لومړۍ د نشهيي توکو سره د مبارزې او د افغانستان د خصوصي سکتور په اړه په دوحه کې ناسته وکړي. دا ناسته داسې مهال کېږي، چې تېره (چهارشنبه، د غبرګولي ۲۸ مه) د چین او منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د سیمې او نړۍ له اقتصادي جوړښتونو سره د افغانستان د یو ځای کېدو او د دې هېواد د بیا رغونې د بهیر د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه. په استانې کې د چین، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان، قزاقستان او ترکمنستان د مشرانو غونډه د دې لپاره جوړه شوې وه چې د سیمهییزو همکاریو پیاوړتیا، او د منځنۍ آسیا د امنیتي او اقتصادي وضعیت ارزونه وشي، چې د افغانستان وضعیت هم پکې شامل و.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





