google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
پاکستان رسماً ډونالډ ټرمپ د 2026 کال د سولې نوبل جایزې ته نوماند کړ
انصار: (غبرګولی۳۱مه)، فاکس نيوز امريکايي رسنۍ خبر ورکړی، چې د پاکستان - هند تر منځ د جګړې پای ته رسولو او اوربند ټينګولو له امله، پاکستان رسماً د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د سولې نوبل جایزې ته نوماند کړی دی. يادې رسنۍ ليکلي، ټرمپ ته دغه امتياز د دواړو هېوادونو تر منځ د جوړجاړي رامنځته کولو لپاره د هغه د قاطع ډيپلوماتيکې مداخلې او ارزښتناکې مشرۍ په وياړ ورکړل شوی دی. پاکستان ويلي: «د سيمه ييزې جګړې د مخنيوي مهار لپاره د ټرمپ رول مهم او پام وړ و.» تازه ټرمپ د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير واشنګټن ته بللی و او د بندو دروازو تر شا يې په سيمه کې د نوي ماموریت په اړه ورسره خبرې کړې دي. داسې معلومات هم خپاره شوي، چې هغه سپینې ماڼۍ ته په سيمه کې د ترهګرۍ ضد جګړې قرارداد او د افغانستان د معدنياتو پر سر د معاملې وړانديزونه هم له ځان سره وړي وو. د سولې نوبل جایزه هر کال هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې د نړۍ د سولې او ارامۍ لپاره يې ملموسې هڅې کړې وي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





