google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
پاکستان وایي هند د سولې پرځای دښمني غواړي
انصار: ( د غبرګولي جوزا ۱۳مه)، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هندي چارواکو وروستۍ څرګندونې د دښمنۍ پاروونکې بللي. پاکستاني لوري ویلي، چې هند یو ځل بیا د سولې پر ځای دښمني ته لومړیتوب ورکوي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، داسې شواهد لري چې هند پاکستان کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، خو په وینا د پام اړولو لپاره به د هند هڅې حقیقت پټ نه کړای شي. سرچینه زیاتوي چې، پاکستان سوله غواړي، خو خپل حاکمیت ته هم ژمن دی او د کشمیر شخړه د سیمې سولې او ثبات لپاره بنسټیز ګواښ ګڼل شوې ده. پاکستان داسې مهال غبرګون ښيي، چې له دې وړاندې د هند بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي وو، چې پاکستان سره خبرې او له ترهګرۍ یې ملاتړ یوځای شونې نه دي. هند غوښتي وو چې پاکستان کې د هند ضد ترهګري وځپي. هند او پاکستان د وروستیو راپورته شویو شخړو پر سر اقداماتو کې پاکستان سره د اندوس اوبو تړون ځنډولی چې د دغه هېواد تر ټولو لویه اندېښنه ګرځېدلې ده. پاکستان له دې وړاندې هم د هند لومړي وزیر نریندرا مودي څرګندونې «دښمنانه» بللې وې.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





