google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي                
نور   لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
               
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
2025/06/01-05:17

انصار: (د غبرګولي ۱۱ مه)، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، ادعا وکړه چې ناټو غواړي د امنیت او سیمه‌ییز ثبات په پلمه افغانستان ته بیا ننوځي.

لاوروف، خبرداری ورکړ چې ناټو هڅه کوي په افغانستان کې خپل پوځي بنسټونه بیا ځای پر ځای کړي، او دا یې یو «وژونکی بم» وباله چې کولی شي سیمه بې ثباته کړي.

لاوروف په پرم ښار کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې په هره پلمه په افغانستان کې د ناټو حضور د منلو نه دی او دا په افغانستان کې د جګړې د بیا پیلیدو سبب کېدای شي.

که څه هم لوېدیځو هیوادونو په تېره بیا امریکا ظاهراً په افغانستان کې لېوالتیا کمه کړې او حتی ولسمشر ټرمپ د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پوسټ له منځه وړی دی، خو د نجونو د زده کړو د مخنیوي په شمول د طالبانو د ځینو مشرانو له یو شمېر اقداماتو داسي ښکاري چې هغوی د امریکا او ناټو بیا راتګ ته لاره هواروي.

د طالبانو دا اقدامات کټ مټ هغسي دي چې تر ۲۰۰۱ کال مخکې دې ډلې کول څو که هر بهرنی ځواک افغانستان ته راځي خلک یې هرکلی وکړي.

لاوروف وویل، داسې ښکاري چې لوېدیځ هیوادونه غواړي په افغانستان کې بیا لاسوهنه وکړي، سره له دې چې شاوخوا څلور کاله وړاندې په ګډوډ ډول له دې هېواده ووتل.

 هغه د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د دوحې مشورتي غونډې په څېر هڅو ته اشاره وکړه، ویې ویل، سره له دې چې دا هڅې د ډیپلوماسۍ په بڼه وړاندې کېږي، خو ښايي د لویدیځو ګټو په خاطر وي، نه د سیمې د ثبات لپاره.

له دې نیوکو سره سره لاوروف روښانه کړه چې روسیه په افغانستان کې د لویدیځ له ښکېلتیا سره مخالفت نه لري، خو دا ښکېلتیا باید شفافه او له پټو اجنډاو پرته وي.

تر دې وړاندې هم روسیې د افغانستان په اړه له لوېدیځ سره همکارۍ ته چمتووالی ښوولی و.

داسٍي ښکاري چې روسیه د افغانستان په وړاندې له لوېدیځ څخه د کوم امتیاز د ترلاسه کولو په لټه کې وي.

لاوروف دا هم وویل چې روسیه په افغانستان کې پر خپل تعهد ولاړه ده، او یادونه یې وکړه چې د روسیې سفارت په کابل کې پرانیستی پاتې دی.

د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
طالبان
د امیر خان متقي او فیصل بن فرحان تیلیفونی خبرې
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
سپینه مانی
په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د ماښام ډوډۍ پر مهال ډزې شوي
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
کیف
اوکراین پلازمینه کې وسله وال برید شوی

پاکستان
متقي د عربستان له سفیر سره د کابل-اسلام اباد پر روغې جوړې خبرې وکړې
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
طالبان
د طالب چارواکو د بندیزونو د لیسټ نویو زیاتوونو د طالبانو غبرګون پارولی
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
امریکا
د ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن (شنبه) په اسلام‌اباد کې پیلېږي
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
امریکا
امریکا او ایران په روستۍ شیبه کې په اوربند سلا شول
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
آسترالیا
د افغانستان په جګړه کې استرالیايي سرتېری په جنګي جرم تورن شو
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
ایتالیا
د ایټالیا صدراعظمه د دریو عربي هیوادو په سفر تللې
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
طالبان
د طالبانو حکومت په ایران کې د 6 افغانانو وژل کېدل تایید کړل
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
پاکستان
پاکستان کې لا هم د هند خلاف وسله‌والې ډلې فعالیت لري
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
طالبان
د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکې ته د کابل په هوايي ډګر کې پېښه
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
امریکا
شهباز شریف:د امریکا او ایران ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو یو
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
طالبان
طالبان وايي بلخ کې یې پاکستاني الوتکو باندې ډزې کړي
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
مهاجران
د امریکا د کډوالۍ ادارې کارکوونکي هوایي ډګرونو ته لېږدول کیږي
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
دینی عالمان
د پاکستان یو دیني عالم: عاصم منیر زمونږ سپکاوی کړی
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
لبنان
د اسراییلو په بریدونو کې لبناني عسکرو ته مرګژوبله اوښتې
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د ماښام ډوډۍ پر مهال ډزې شوي
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
اوکراین پلازمینه کې وسله وال برید شوی
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
لاوروف: ناټو غواړي چې بیا افغانستان ته راشي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press