google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر                
نور   چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
               
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
2025/05/20-06:20

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي به چین ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیوچارو له وزیر سره د لیدو ترڅنګ د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې چې پرون په خپله ایکس پاڼه خپره کړې، راغلي چې متقی به د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې وکړي.

وړاندې راغلي، چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په مل پلاوي کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیالاحمدالله زاهد هم شامل دی.

که څه هم په دې درې اړخیزه ناسته کې د بحث کېدونکو موضوعاتو جزییات نه دي ورکړل شوي، خو د طالبانو، چین او پاکستان په تېره درېاړخیزه غونډه کې چې د می په ۱۰مه په کابل کې ترسره شوې وه، د خبرو تمرکز یې پر اقتصادي او امنیتي همکاریو و.

خو د چارو شنونکي د دې سفر په اړه محتاطانه لیدلوري لري، ځینې وايي چې که څه هم د طالبانو سفرونه او غونډې د دوی د حکومت لپاره یوفرصت کېدای شي، خو د سیاسي او قانوني مشروعیت د نشتوالي له امله دغو هڅو په تېرو څلورو کلونو کې کومه پایله نه ده ورکړې.

د دوی په خبره، زبرځواکه هېوادونه افغانستان تر څار لاندې لري او هڅه کوي دغه هېواد یې د سیالانو تر اغېزې لاندې نه وي.

د اقتصادي چارو پوه بشیر دودیال ازادي راډيو ته ویلی چې له څلورو کلونو وروسته لا هم افغانستان انزوا او له بشري ناورین سره مخ دی، په داسې حال کې چې په خبره یې، په دې موده کې مهمې اقتصادي پروژې نه دي عملي شوي.

د کورني او بهرني مشروعیت له ترلاسه کولو پرته دا ډول سفرونه د هېواد اقتصادي وضعیت نه شي ښه کولای.

دی په دې باور دی، چې د کورني او بهرني مشروعیت له ترلاسه کولو پرته دا ډول سفرونه د هېواد اقتصادي وضعیت نه شي ښه کولای.

پخوانی ډیپلومات او د سیاسي چارو شنونکي عزیز الدین معارج په دې باور دی چې د چین او پاکستان په څېر هېوادونه د خپلو ګټو په لټه کې دياو په خبره یې، طالبان باید دې ته پام وکړي چې د زبر ځواکو هېوادونو ترمنځ په سیالۍ کې متوازن سیاست پلی کړي.

دا کومه ګټه نه لري، دوی «هېوادونه»یوازې د خپلو ګټو او د امنیت د خوندیتوب او د دې لپاره چې له تحولاتو معلومات لري چې «ګینې» لودیځ کوم پلان لري، نو د روسیې، چین او پاکستان په شان هېوادونه هڅه کوي چې طالبان په یو ډول د ځان پهلوري کړي،له همدې امله که طالبان منځلاری او بې پرې سیاست ونه لري او چمتوالی هم ونه لري، ځکه له هغو سفرونو چې په تېرو څلورو کلونو کې یې کړي کومه لاسته راوړنه ترې نه لري،نو که مبذول ته دقیق پام ونه کړي د افغانستان په زیان به تمامشي.

که څه هم تر اوسه د طالبانو حکومت کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د چین په ګډون ځینو هېوادونو له دوی سره اړیکې ساتلې دي.

د يادونې ده، چې ګاونډيو او د سيمې هېوادونو په افغانستان کې د ثبات پر ټينګښت ټينګار کړى او په دې باور دي، چې په افغانستان کې دکړکېچ د زياتېدو مخنيوى د ټولې سيمې په امنيت او پرمختګ کې مهم رول لري.

د طالبانو حکومت هم تل د سیمې له هېوادونو سره پر تعامل ټینګار کړی دی.

د چارو ځینو شنونکو په اند، چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست سفر او په درې اړخیزه ناسته کې د هغه ګډون د سیمه ییزې ډیپلوماسۍ په ډګر کې د طالبانو د حضور د دوام د هڅو نښه کېدای شي، خو دوی وايي، چې له منځلاري سیاست او کورني او بهرني مشروعیت پرته ښايي دا هڅې د افغانستان په پرتله زیات د نورو هېوادونو په ګټه تمامې شي.

 

د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
طالبان
د امیر خان متقي او فیصل بن فرحان تیلیفونی خبرې
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
سپینه مانی
په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د ماښام ډوډۍ پر مهال ډزې شوي
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
کیف
اوکراین پلازمینه کې وسله وال برید شوی
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
پاکستان
متقي د عربستان له سفیر سره د کابل-اسلام اباد پر روغې جوړې خبرې وکړې
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
طالبان
د طالب چارواکو د بندیزونو د لیسټ نویو زیاتوونو د طالبانو غبرګون پارولی
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
امریکا
د ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن (شنبه) په اسلام‌اباد کې پیلېږي
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
امریکا
امریکا او ایران په روستۍ شیبه کې په اوربند سلا شول
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
آسترالیا
د افغانستان په جګړه کې استرالیايي سرتېری په جنګي جرم تورن شو
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
ایتالیا
د ایټالیا صدراعظمه د دریو عربي هیوادو په سفر تللې
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
طالبان
د طالبانو حکومت په ایران کې د 6 افغانانو وژل کېدل تایید کړل
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
پاکستان
پاکستان کې لا هم د هند خلاف وسله‌والې ډلې فعالیت لري
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
طالبان
د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکې ته د کابل په هوايي ډګر کې پېښه
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
امریکا
شهباز شریف:د امریکا او ایران ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو یو
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
طالبان
طالبان وايي بلخ کې یې پاکستاني الوتکو باندې ډزې کړي
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
مهاجران
د امریکا د کډوالۍ ادارې کارکوونکي هوایي ډګرونو ته لېږدول کیږي
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
دینی عالمان
د پاکستان یو دیني عالم: عاصم منیر زمونږ سپکاوی کړی
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
لبنان
د اسراییلو په بریدونو کې لبناني عسکرو ته مرګژوبله اوښتې
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو د ماښام ډوډۍ پر مهال ډزې شوي
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
اوکراین پلازمینه کې وسله وال برید شوی
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press
چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر