google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د آلمان نوي حکومت څلور افغان پناهغوښتونکي وایستل
انصار (د غويي ۲۲ مه)، آلماني رسنیو خبر ورکړی چې د «فردریش مرتس» په مشرۍ د دغه هېواد نوي حکومت د کډوالۍ اړوند سختو پالیسیو د پلېکولو لپاره په خپل لومړي اقدام کې د لوګزامبورګ په پوله کې څلور افغان پناهغوښتونکي پېژندلي او بېرته یې ګرځولي دي. د دویچه وېله په راپور کې ویل شوي چې څلور هغه افغانان پېژندل شوي او بېرته راګرځول شوي چې مخکې یې په یونان کې د پناه غوښتنه کړې وه. تر اوسه د دغو څلورو پناهغوښتونکو هویت نه دی په ډاګه شوی. ویل کېږي چې دوی بېرته یونان ته لېږل شوي دي. رسنیو د آلماني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دا اقدام د نوي حکومت د پراخې ستراتیژۍ یوه برخه ده چې د جرمني د پناهغوښتنې پر سیسټم شته فشار کم کړي. جرمني د ۲٫۵ میلیون کډوالو په لرلو په نړۍ کې د کډوالو لپاره درېیم لوی کوربه هیواد بلل شوی. دغه هېواد په وروستیو کلونو کې ‘د ټولنیزو زیربناوو فشار او د خلکو د نارضایتۍ د زیاتوالي په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخ شوی دی. په آلمان کې د کډوالو پر وړاندې سخت چلند هلته له څو وروستیو خونړیو بریدونو وروسته پیل شوی. د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر «الکساندر دوبریند» ټینګار کړی چې حکومت به د سرحدي پولیسو په زیاتولو او د ځمکنیو پولو په څارنې سره د غیرقانوني کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





