google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
پاکستان: د هند په هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو غچ به واخلو
انصار: (د غويي ۱۸ مه)، پاکستان خبرداری ورکړی چې د هند په هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو غچ به واخلي. نوي ډیلي دا بریدونه په کشمیر کې د وسله وال برید په ځواب کې بللي دي. اسلام آباد ویلي چې د پولې په اوږدو کې د هند په بریدونو او ډزو کې ۳۱ ملکي وګړي وژل شوي دي، په داسې حال کې چې نوي ډیلي د پاکستان په ډزو کې د لږترلږه ۱۲ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی دی. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف خپلو هیوادوالو ته په وینا کې وویل چې د هر وژل شوي کس د وینې غچ به واخیستل شي. د هند پوځ ویلي چې د چهارشنبې په سهار یې د پاکستان په خاوره کې نهه ترهګریز کمپونه ویجاړ کړي دي. دا دوې اونۍ وروسته له هغه چې پر اسلام آباد یې د هند تر کنټرول په لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو په برید کې د ملاتړ تور ولګاوه خو پاکستان دا تور رد کړی دی. د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري وویل چې پنځه هندي جنګي الوتکې د پولې هاخوا ویشتل شوي دي. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د هند یوې جګپوړې امنیتي سرچینې، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کړې دي، وویل چې د دې هېواد درې جیټ الوتکې د هند په خاوره کې لوېدلې دي. دواړو خواوو د سرحدي کنټرول کرښې په اوږدو کې چې کشمیر سره جلا کوي، درنې ډزې تبادله کړې دي. د اسویشیېټډ پریس خبري اژانس په وینا، محمد سلمان، چې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې یوه جومات ته نژدې ژوند کوي، وویل: د شپې ډارونکي غږونه وه، هرڅوک ویریدلي وه. ۲۴ کلن طارق میر، چې په پښه کې د مرمۍ ټوټې لګېدو له امله ټپي شوی و، ویلي چې دوی خوندي ځای ته ځي ځکه چې دوی بې کوره شوي دي. هند ویلي چې اقدامات یې په قصدي او هدفمند ډول ترسره کړي دي. د چهارشنبې په شپه، د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري وویل چې د کنټرول کرښې په اوږدو کې ډزې روانې دي او اسلام آباد به د هوایي بریدونو په غبرګون کې ځواب ووایی. چودري ټینګار وکړ چې پاکستان د ځان د دفاع لپاره پر خپل وخت، ځای او طریقه د ځواب ویلو حق لري. د هند تر ټولو لوی هوايي برید د پاکستان د پنجاب ایالت د بهاولپور ښار ته څېرمه پر یوه اسلامي مدرسه وو، چې د پاکستاني پوځ په وینا، ۱۳ کسان پکې ووژل شول. د هند دفاع وزیر راج ناتھ سینګ وویل چې دا عملیات د نوي ډیلي حق دی چې تېره میاشت پر سیلانیانو د حملو ځواب ووايي. پاکستان په هغه برید کې چې د اپریل په ۲۲مه ترسره شو، هر ډول رول رد کړی دی چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول. د دغو کسانو ډېری یې هندوان وو.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





