google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
ټرمپ د سعودي د سفر په ترڅ کې د فارس خلیج نوم عربي خلیج اعلانوي
انصار: (د غويي ۱۸ مه)، اسوشیټډ پریس خبري اژانس د دوو امریکايي چارواکو په قول راپور ورکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اراده لري چې د سعودي عربستان د سفر پر مهال اعلان وکړي چې له دې وروسته به متحد ایالتونه «فارسخلیج» ته «عربي خلیج» یا «د عربستان خلیج» وايي. سره له دې چې ایران دې خلیج ته فارس خلیج وايي او اروپایانو هم له ځینو مواردو پرته فارس خلیج بللی عربي هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې هغه عربي خلیج بولي او له ایران سره په دې نوم دعوه لري. اسوشیتید پریس اژانس وايي، سپینې ماڼۍ او د امریکا د ملي امنیت شورا د دغه اژانس پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی. د اسوشیټډ پریس پر اساس، د ایران اسلامي جمهوریت حکومت په ۲۰۱۲ کال کې ګوګل ته ګواښ کړی و چې که په نقشه کې دې خلیج ته د فارس پر ځای عربي خلیج ولیکي، دعوه به پرې وکړي. د دې خبري آژانس د راپور له مخې، د نړېوالې هایدروګرافۍ سازمان، چې متحده ایالات یې غړی دی، دا دنده لري چې ډاډ ترلاسه کړي سمندرونو، سمندرګيو او نړیوالو اوبو ته یو شان نقشه او نومونه وکارول شي. سره له دې، داسې موارد شته چې بېلابېل هېوادونه په خپلو کورنیو اسنادو کې د جغرافیوي سیمو لپاره مختلف نومونه کاروي. ډونالډ ټرمپ مخکې هم اعلان کړی و چې امریکا به د «د مکسیکو خلیج» پر ځای هغه «د امریکا خلیج» وبولي. په اوس وخت کې، په شمالي امریکا کې د ګوګل په نقشه کې دا سیمه د «عربي خلیج» په نوم ښودل شوې ده، خو د اپل په نقشه کې یوازې «فارس خلیج» لیکل شوی. امریکایي پوځ له کلونو راهیسې په خپرو شوو اعلامیو او تصویرونو کې د «فارس خلیج» پر ځای «عربي خلیج» کاروي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





