google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
متقاعد افسران:امریکا باید افغان متحدانو ته شا وانه ړوي
انصار: ( دغویي۱۱مه)، د امریکا یو شمېر تقاعد شویو پوځي افسرانو له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي چې د افغان متحدانو د بیا میشتېدو پروګرام ته دوام ورکړي، او خبرداری یې ورکړی چې د دې نوښت پرېښودل به د خپلو نړیوالو شریکانو په وړاندې د امریکا باور زیانمن کړي. دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د ولسمشر ټرمپ د اجرایي فرمانونو له مخې د کډوالو د منلو موقت بندیز د پای ته رسېدو په حال کې دی. دغه فرمانونه سپینې ماڼۍ ته د ښاغلي ټرمپ له بېرته راتګ لږ وروسته صادر شوي وو، چې په لړ کې یې د هغو افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرامونه هم وځنډېدل چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی وو. تر دې دمه، د ټرمپ ادارې لا نه ده څرګنده کړې چې دا پروګرام به بیا پیلوي که به یې پای ته رسوي. فاکس نیوز راپور ورکړی چې د اپرېل په ۱۰مه، د سپینې ماڼۍ د بودجې او مدیریت دفتر د بهرنیو چارو وزارت ته یو لړ وړاندیزونه کړي چې په هغو کې د افغانانو د انتقال د هڅو د همغږۍ ادارې (CARE) لپاره د اضافي مالي ملاتړ درول شامل دي. د دغه وړاندیز له مخې، شاوخوا ۶۰۰ میلیون ډالره پاتې بودیجه به د CARE پروګرام د تدریجي بندېدو لپاره وکارول شي، تر څو دا پروګرام د ۲۰۲۵ مالي کال تر پایه وتړل شي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





