google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
په کشمیر کی 26 سیلانیانو په ډزو وژل شوي دي
انصار: (د غویي۳مه)، د هند تر واک لاندې کشمیر ایالت کې پر سیلانیانو د وسله والو په ډزو کې ۲۶ کسان وژل شوي دي. فرانس پرس خبري اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې پر سیلانیانو دا ډزې پرون سه شنبې د پاهل ګام په نوم یو تفریحي ځای کې شوي دي. پاهل ګام د سرینګر ښار په ۹۰ کیلومټري کې پرته سیمه ده. د فرانس پرس په ټکو، له ۲۰۰۰ کال راهیسې دا په کشمیر کې تر ټولو خونړۍ پېښه ده چې رامنځته کیږي. د هند صداعظم نریندار مودي د وسلوالو په ډزو کې د سیلانیانو وژل کیدل غندلي او هغه يې یو کرکجن عمل بللی دی. مودي ژمنه کړې چې بریدکوونکو ته به سزا ورکوي. تراوسه د برید مسولیت چا یا کومې ډلې په غاړه اخیستی نه دی، خو په دې سیمه کې له ۱۹۸۹ کال راهیسې اکثرا بېلتون پاله یاغیان فعالیت کوي. په سیمه کې عیني شاهدانو فرانس پرس ته ویلي، د ډزو له اوریدو وروسته د پېښې ځای ته تللی او یو شمیر ټپیان يې روغتون ته انتقال کړي دي. دا برید یوه ورځ وروسته له هغه دی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس په نوي ډیلي کې په غیررسمي سفر کې د هند له صداعظم نریندار مودي سره کتلی وو. جي ډی ونس پر ټولنیزو رسینو په یو پیغام کې خپله خواشیني او تسلیت د هند له خلکو سره شریک کړی دی. بل پلو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه برید ته په غبرګون کې ویلي، متحده ایالاتونه د ترهګرۍ په مبازره کې د هند کلک ملاتړ کوي. د غبرګونو په دوام د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش بیا دا برید غندلی او ویلي دي چې پر ولسي وګړو بریدونه د منلو وړ نه دي. د هند بهرنیو چارو وزارت وايي، مودي چې د سعودي عربستان په سفر و، له برید وروسته بیرته نوي ډیلی ته راستون شوی دی. د هند کشمیر ایالت چې د ښې هوا او تفریحي ځایونو په درلوده نوم لري، په دې وروستیو څو کلونو کې د ډیر شمیر سیلانیانو کوربه و، په ۲۰۲۴کال کې درې نیم میلیونه کسان د هند د بیلابیلو سیمو په ګډون له نورو هېوادونو ورغلي وو.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





