google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
متقي د روسیې د حکومت ستاینه او مننه کړې
انصار: ( د وري۲۹مه)، د طالبانو حکومت د روسیې د سترې محکمې د هغه اقدام هرکلی کړی چې طالبان یې د دغه هېواد د ترهګرو له نوملړ ایستلي دي. په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرینوف د روسیې د سترې محکمې پرېکړه د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې هغه ته ابلاغ کړې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د روسي سفیر په حواله راغلي چې د روسیې د سترې محکمې د اقدام په اساس: «د افغانستان اسلامي امارت ( د طالبانو حکومت) چې پخوا د طالبانو د غورځنګ په نوم یادېده د ممنوعه ډلو له لیسټ څخه وایستل شو.» د روسیې سفیر یاد ګام د روسیې او افغانستان تر منځ د روسیې او افغانستان تر منځ په اقتصادي او سیاسي برخه کې د اړیکو د پرمختګ لپاره یوه تاریخي پرېکړه یاده کړې ده. همدارنګه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د روسیې د حکومت له دې ګام ستاینه او مننه کړې او د افغانستان او روسیې تر منځ یې د اړیکو په برخه کې د پام وړ پرمختګ یاد کړی دی. ښاغلي متقي همداراز زیاته کړې چې له یادې پرېکړې سره د دواړو هېوادونو تر منځ د لا زیاتو سیاسي او اقتصادي همکاریو مخ ته یواځینی پاتې خنډ هم له منځه لاړ. د روسیې سترې محکمې پرون د اپرېل په اولسمه اعلان کړی چې طالبان یې د ترهګرو له نوملړ ایستلي دي. اسوشیتد پریس اژانس دا پریکړه د طالبانو لپاره دیپلوماتیکه بریا وبلله. مسکو په ۲۰۰۳ کال کې طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړل چې له دوی سره یې هر ډول اړیکه د روسیې د قانون له مخې د سزا وړ وبلله. بل لور ته په تیرو کلونو کې چې طالبان په تورلست کې شامل وو؛ مسکو د افغانستان لپاره د روسیې دننه په جوړو شویو غونډو کې د طالبانو استازیو ته د ګډون بلنه ورکوله. د اسوشیتد پریس اژانس په باور روسیې دا کار د دې لپاره کاوه چې ځان د یوه سیمه ییز ځواک په توګه د منځګړي په حیثت څرګند کړي. وروسته له دې چې طالبانو د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې کابل ونیو روسیي چارواکو له طالبانو سره د ښکیلتیا پر اړتیا ډیر ټینګار کړی دی. د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار د طالبانو بندیزونه د دې لامل شول چې د دوی حکومت په نړیواله کچه منزوي پاتې شي خو د اسوشیتید پرېس په وینا طالبانو له ځینو هیوادونو سره د چین او متحد عربي اماراتو په ګډون دیپلوماتیک اړیکي ټینګ کړې دي. د پخواني شوروي اتحاد دوو جمهوریتونو، قزاقستان او قرغزستان د طالبانو نومونه د ترهګرو ډلو له لست څخه لرې کړل، په ځینو اروپایي هیوادو کې د پخواني جمهوري نظام سفارتونه د طالبانو ملاتړیو ته وسپارل شول. د اسیایي پروګرام د کړکیچ ګروپ یوه جګپوړي شننونکي ابراهیم بهیس اسوشیتد پریس اژانس ته وویل چې د ترهګرو په ډله کې د طالبانو نوم د مسکو لپاره له قانوني پلوه یو خنډ و چې له سیاسي او اقتصادي پلوه یې د روابطو د پراختیا مخه نیوله. د جنوبي اسیا د چارو شننونکي مایکل کوګلمن هم اسوشیتد پریس اژانس ته ویلي د روسیې دا پریکړه چې طالبان د ترهګرو په لست کې شامل کړي، له پيله سمه نه وه ځکه د ده په باور اکثرو هیوادونو کله هم طالبان د ترهګرو په ډله کې نه ګڼل. خو ښاغلي کوګلمن زیاته کړې چې د مسکو اوسنۍ پریکړه هم د روسیې لپاره او هم د طالبانو لپاره ګټه کوي. د کوګلمن په نظر د روسیې لپاره یې ګټه دا ده چې اعتماد به رامنځته کړي چې د لا زیاتو ښکیلتیاو لپاره به لاره هواره شي او مسکو به وکولی شي چې په افغانستان کې خپلې ګټې په ښه توګه خوندي کړي، په ځانګړي توګه د داعش خراسان څانګې په اړه چې کومې اندیښنې لري. کوګلمن بیا ویلي د طالبانو لپاره د روسیې د سترې محکمې پریکړه دا ګټه لري چې په نړیواله کچه به د دوی د منلو لپاره یو ډول زمینه مساعده کړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





