google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ عوامل وڅېړل شول
انصار: (د وري ۲۲ مه)، د امریکا په سنا جرګه کې د افغانستان د جګړې د څېړنې کمېسیون دوهمه علنۍ ناسته د جمعې په ورځ جوړه شوه. په دې ناسته کې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۸ پورې په افغانستان کې د امریکا جګړه او د هغې د ناکامۍ عوامل وڅېړل شول. د امریکا د جګړې د څېړنې کمېسیون لومړۍ علنۍ ناسته د ۱۴۰۳ کال د سرطان په ۲۹مه نېټه د امریکا د پخوانیو سرتېرو په دفتر کې ترسره شوې وه. په پاکستان کې د امریکا پخوانۍ سفیرې، نانسي پاول، وویل چې د سنا د پوځي کمېټې ځینو غړو، چې پکې د مرحوم سناتور جان مککین نوم هم اخیستل شوی، د پاکستان د رول په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه چې څنګه یې د ترهګرۍ د پراخېدو ملاتړ کاوه. هغې زیاته کړه، د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر پرویز مشرف به په خپلو لیدنو کې تل د امریکا له چارواکو غوښتنه کوله چې اسلاماباد ته دې مالي مرسته زیاته کړي. په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رایان کراکر، چې د غونډې له مهمو ویناوالو څخه و، ټینګار وکړ چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو قربانۍ باید جدي وبلل شي. ده وویل، افغان سرتېرو مېړانه وکړه او قربانۍ یې ورکړې، خو د دوی هڅو ته لازم درناوی ونه شو. دا ناسته له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۸ پورې د امریکا د پوځي ستراتیژۍ او سیاستونو ارزونې ته ځانګړې شوې ده. د امریکا د پخوانیو چارواکو ترڅنګ، د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر مشرانو هم غونډې ته خبرې وکړې؛ لکه د پخواني ولسمشر مرستیال یونس قانوني، او د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیرعمر داوودزي. د امریکا د کانګرس له خوا دا کمیسیون د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په میاشت کې جوړ شو، څو د ۲۰۰۱ کال له جون څخه د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د امریکا مهم تصمیمونه، لکه نظامي، استخباراتي، بهرنۍ مرستې او دیپلوماتیکه مداخله وڅېړي. دا کمېسیون ۱۶ غړي لري، چې د افغانستان د جګړې اړوند د مختلفو اشخاصو نظریات راټولوي. د افغانستان د کورنیو چارو وزیر عمرداوودزي په دې ناسته کې وویل چې د افغانستان لپاره د ریاستي نظام ټاکل یوه تېروتنه وه، او که چېرته اساسي قانون شاهي یا پارلماني نظام غوره کړی وای، دا به د هېواد لپاره غوره انتخابونه وای. محمد عمر داوودزي زیاته کړه چې د ولسمشرۍ نظام پر افغانانو تحمیل شوی و. ده په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د طالبانو د سولې هڅې هم له پامه غورځول شوې وې. داوودزي وویل، طالبانو په هغه وخت کې د سولې وړاندیز کړی و، خو پخواني حکومت دا وړاندیز رد کړی و. محمد عمر داوودزي وویل: «د ۲۰۰۴ کال په منځ کې د طالبانو یوې ډلې په پټه له ما سره اړیکه ونیوله، او د ۳۰ طالب مشرانو لست یې راکړ، چې ۱۲ یې پخواني وزیران او ۱۱ یې پخواني والیان وو، چې پکې مهم شخصیتونه لکه حقاني او عبدالکبیر هم شامل وو. هغوی د پخلاینې لپاره چمتووالی ښودلی و، په دې شرط چې د خپلو تېرو کړنو لپاره معافي ترلاسه کړي.»
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





