google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
نن نیول شوې بریتانیايي جوړه په کابل کی محاکمه کېږي
انصار: (د کب ۳۰ مه)، په افغانستان کې د طالبانو له لوري نیول شوې بریتانیايي جوړه د محاکمې انتظار باسي، خو د خپلو تورونو په اړه معلومات نه لري. ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړ چې دې بریتانیايي جوړې اولادونو ادعا کړې چې د دوی مور او پلار باید د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۲۱) په کابل کې محکمې ته حاضر شي، خو لا هم د دوی پر ضد د تورونو جزئیات نه دي روښانه شوي. ۷۹ کلن پیټر رینولډز، او د هغه مېرمن باربي، چې ۷۵ کلنه ده، او په افغانستان کې د روزنیزو پروګرامونو مشري کوله، تېره میاشت هغه مهال ونیول شول چې په بامیان ولایت کې خپل کور ته روان ول. باربي رینولډز د کابل له پلچرخي زندانه له خپلې کورنۍ سره تماس نیولی او ویلي یې دي چې د محکمې نیټه د دوی لپاره ټاکل شوې ده. دا په داسي حال کې ده چې د پیټر د روغتیايي وضعیت په اړه د هغه د کورنۍ اندېښنې مخ په زیاتېدو دي. په یوه غږیز پیغام کې هغې وویل: «موږ حتی نه پوهېږو چې پر موږ کوم تورونه لګېدلي دي. که دوی د محکمې په اړه راته دروغ نه وي ویلي، نو موږ په لومړی ځل واورو چې پر موږ څه تور دی.» دغه جوړه له ۱۸ کلونو راهیسې په افغانستان کې د ښوونځیو لپاره پروژې پرمخ وړي. دوی پریکړه کړې وه چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هم په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې پاتې شي. د دوی له مهمو پروژو څخه یوه د میندو او ماشومانو لپاره تعلیمي روزنه وه، چې د بامیان د ولایتي چارواکو له خوا تایید شوې وه. د دوی لور، سارا اینټویستل، ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، وېره لري چې د دوی محاکمه به عادلانه مخ وي، ځکه د دوی ژباړن، چې له دوی سره نیول شوی، هم باید هماغه ورځ محکمې ته حاضر شي، خو اجازه نه لري چې ژباړه وکړي. هغې وویل: « مور مې ډېره اندېښمنه ده چې پرته له وړ ژباړن، دوی به خپله قضیه په سمه توګه تعقیب نه شي کړی، او دا د دوی د بشري حقونو ه جدي سرغړونه ده.» دغه ژباړن هم د پلار د درملنې چارې سمبالولې، ځکه پیټر رینولډز ته د زړه د منظمې درملنې اړتیا وه. سارا اینټویستل له طالبانو وغوښتل چې د روژې د مبارکې میاشتې خیر ښېګڼې ته په پام، د دې پلار، مور، فې هال، او ژباړن د ښه نیت په توګه خوشې کړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





