google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
واشنګټن له طالبانو سره د اعتماد فضا نه شي جوړولای
انصار: ( دکب ۲۱)، په ملګروملتونو کې د امریکا دایمي استازې وايي، واشنګټن له طالبانو سره د اعتماد فضا نه شي جوړولای. دوروتي شي دا څرګندونې د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته د وینا پرمهال وکړې. د شي په ټکو، موږ نه شو کولای له هغې ډلې سره چې امریکایان په ناحقه نیسي، تروریستي ډلو ته د پناه ورکولو اوږد تاریخ لري او د افغانستان د خلکو حقونه او اساسي اړتیاوې له پامه غورځوي، د اعتماد فضا جوړه کړو. موږ غواړو د امنیت شورا له غړو سره د دې ټولیزې غوښتنې په برخه کې چې طالبان باید مسوولانه چلند وکړي ګډ کار ته دوام ورکړو . دې جګپوړې امریکایي چارواکې همداراز وویل چې متحدایالات د داعش ډلې د خراسان څانګې له پلوه اندېښنه لري او له طالبانو غواړي چې د تروریزم پرضد د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمن عمل وکړي. مېرمن شي پر طالبانو هم غږ وکړ چې اجازه دې نه ورکوي چې افغانستان یوځل بیا د امریکا، د امریکا د متحدانو او نورو هېوادونو د امنیت د ګواښلو لپاره د تروریستي ډلو په خوندي ځای بدل شي. طالبانو له دې مخکې ویلي و، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پرضد کار واخلي. په ملګروملتونو کې د امریکا استازې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو ځپونکو اقداماتو ته هم اشاره وکړه، ویې ویل چې د افغانستان د روغتیايي زده کړو په انستیتیوتونو کې د ښځو پر تعلیم بندیز به ناوړه پایلې ولري.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





