google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده
انصار: (د کب ۱۰مه)؛ د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورورکونکی ریچارډ بنیټ وايي، د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده. هغه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په ۵۸مه ناسته کې، د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کاوه وویل، که پر طالبانو نظارت ونه شي د دې امکان شته چې دا ډله د بشري حقونو ضد اقدامات نور هم پراخ او ژرو کړي، ښايي طالبان د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، مذهبي او قومي لږکیو پر وړاندې له تبعیض او ظلم څخه کار واخلي. بینټ په خپلو خبرو کې وړاندې وویل، د طالبانو د ظلمونو د دوامداره مخنيوي لپاره دې د نړیوالو اصولو سره سم د مدني ټولنو ملاتړ وشي. د بنیټ په ټکو، نړیواله ټولنه دې داسې اصولو رامنځه کړي چې پر بنسټ يې له طالبانو سره د تعامل د عادي کیدو مخه، بشري حقونو او نړیوالو اصولو ته په پام وشي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړی راپورورکونکي ټینګار وکړ، که چیرته د طالبانو پر ضد د نړیوالې ټولنې له خوا اقدام ونشي، او تیر تاریخ بیا تکرار شي، د هغه په ټکو چې پایلې به يې نه یوازې افغانستان بلکې نړۍ ته ویجاړونکي وي. بینټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ناستې وړاندې ویلي و، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا کړکیچن او ژور شوی دی. د بینټ په خبره، د طالبانو امربالعمروف وزارت د قانون د پلي کیدو له کبله د بشري حقونو پراخې سرغړونې کړي دي. د نوموړي په خبره، دا وضعیت په نړۍ کې ساری نه لري او د بشري جنایتونو ترسره کولو ته زمینه برابروي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





