google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي
انصار: (د لیندۍ ۲۲مه)، د افغانستان لپاره د متحدو ایالاتو پخواني سفیر او ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یوه وروستي ټویټ د پاکستانیانو سخته غوسه راپارولې ده. ښاغلي خلیلزاد تېره ورځ په خپله اېکسپاڼه لیکلي، «آیا په سوریه او بنګله دېش کې د پاکستان لپاره د عبرت څه درسونه شته؟» یو شمېر شنونکي د افغان الاصله امریکایي پخواني چارواکي دا خبره د پاکستان لپاره په تېره بیا په وروستیو وختونو کې، په پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو د فعالیتونو زیاتېدا ته په اشارې سره، د خطر زنګ بولي. دا لا معلومه نه ده چې آیا د خلیلزاد خبره به د امریکا خبره هم وي که نه، خو یو شی چې ټول پرې پوهېږي دا ده چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو په افغانستان کې د نړۍ وال ائتلاف د شل کلن حضور پر وخت یو طرف ته ځان د ائتلاف ملاتړی باله او میلیاردونه ډالر یې ترې ترلاسه کول او بل طرف ته یې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد وسله وال تمویل او تجهیز کول. د پوځ یوه پخواني متقاعد جنرال حمیدګل په یوه تلوېزیوني مرکه کې وویل چې تېر ځل پاکستان د امریکایانو په پیسو او وسلو شوروي اتحاد مات کړ او دا ځل به پخپله د امریکایانو په پیسو امریکا ماته کړي. وروسته د امریکا پخواني او را روان ولسمشر ډونالټ ټرمپ هم په خپله یوه وینا کې ومنله چې په سیمه کې د خپل شل کلن حضور په ترڅ کې یې پاکستان ته له دېرش زرو میلیونو ډالرو ډېرې پیسې ورکړي دي خو د دغه هېواد ادارو ورسره دوه مخې لوبه کړې ده. د عایشه صدیقه په نامه یوې اېکسپاڼې د سفیر خلیلزاد د ټویټ په ځواب کې لیکلي، «داسې ښکاري چې ته پاکستان هېڅ نه پېژنې.» د پاکستان ډان ورځپاڼې پخواني اېډېټر عباس ناصر د خلیلزاد په ځواب کې د پېغور په دود لیکلي، «یوازنی درس باید له افغانستان څخه زده کړای شي.» د حمیدالله په نامه یوه بل پاکستاني لیکلي، «زلمیه، دغه هېوادونه د پاکستان په څېرغښتلی پوځ او استخباراتي اداره نه لري. ځه ویده شه او خوبونه ګوره.»
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





