google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
اسراییل د غزې په جګړه کې نسل وژنې کړی
انصار: ( دلیندی ۱۶مه)، د بښنې نړیوال سازمان پرون په یوه راپور کې، د اسراییل دولت د غزې په جګړه کې د فلسطینیانو په نسل وژنې تورن کړ. دغه سازمان چې مرکزي دفتر یې په لندن کې دی، ویلي چې له څو میاشتو یې د اسراییلي چارواکو د څرګندونو او د پېښو له تحلیل وروسته دا انتیجه اخیستې ده. اسراییل په غوسې سره دا تور رد کړی دی. اسراییل وايي، نړيوالو قوانينو ته درناوى لري او حق لري چې د حماس د افراطي ډلې د بريدونو په وړاندې د ځان دفاع وکړي. د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني. حماس د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر پر ۷ پر اسراییل په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او تر ۲۵۰ زیات یې یرغمل کړل. له دې حملې وروسته په غزه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه پیل شوه چې لا هم روانه ده. د غزې د روغتیا وزارت وايي، د اسراییل په پوځي عملیاتو کې تر ۴۴۵۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. دغه وزارت پرته له دې چې ووايي چې څومره يې جنګيالي او څومره ملکي وګړي دي، زیاته کړې، په وژل شويو کې تر نيمايي زيات ښځې او ماشومان دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





