google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د فرانسې صدراعظم میشل بارنيه نن به رسما استعفا وکړي
انصار: ( دلیندی ۱۵مه)، د راپورونو له مخې ښاغلی بارنیه به نن خپله استعفا ولسمشر امانویل ماکرون ته وړاندې کړي. نوموړی وروسته تر دې رسما استعفا ته اړ شو، چې پرون له پارلمانه د باور رایي ترلاسه کولو کې ناکامه شو. د ښاغلي بارنيه د استیضاح په غونډه کې چهارشنبه د سخت دریځي کیڼ اړخه او ښي اړخه ګوندونو استازي سره یوځای شوي وو. د میشل بارنیه د مشرتابه خلاف هغه مهال پوښتنې راپورته شوې، چې ده له رایې اچونې پرته د ځانګړي واک له لارې بودیجه وړاندې کړه. په استیضاحیه غونډه کې له رایې ورکولو وروسته د سخت دریځو ښي اړخو ملي یون ګوند مارین ليپین د بارنیه بودیجه ’’زهرجنه’’ توصیف کړه او د سخت دریځو کیڼ اړخو مشر ژان لوک ملانشون بیا د بارنیه حکومت ړنګېدل ’’حتمي’’ وبلل. د فرانسې له ټي ایف یو خبري شبکې سره د خبرو پرمهال مېرمن ليپین څرګنده کړه چې له دې پرته ’’بله هيڅ چاره نه وه’’ چې ښاغلی بارنیه له واکه ګوښه شي. له دې سره د ځینو په باور د اروپا دوهم ستر اقتصادي ځواک له نور سیاسي کړکېچ سره مخامخ شوی دی. ولسمشر امانویل مکرون تقریبا درې میاشتې مخکې بارنيه د صدراعظم په توګه ټاکلی و. د فرانسې د جمهوري ریاست مسوولینو ویلي دي چې، نن شپه به په خپله ولسمشر مکرون د تلوېزیون له لارې ولس ته وینا وکړي، دا وینا به په سیمه ییز وخت اته بجې وړاندې شي. دا په څه باندې شپېتو کلونو کې لومړی ځل دی چې د فرانسې پارلمان د د باور رایي له لارې د دولت د سقوط سبب کېږي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





