google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
روسیې او امریکا سوریه کې یو بل د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړل
انصار: (د لیندۍ ۱۴مه)، رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي،چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د سوریې د روان امنیتي وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه ترسره شوه. په دې بېړنۍ غونډه کې د واشنګټن او مسکو استازو یو بل پر دې تورن کړل، چې په سوریه کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې او متحدوایالتونو استازو ترمنځ دا لفظي شخړه تېره شپه وشوه. د امریکا مرستیال سفیر رابرټ ووډ په خپلو خبرو کې په سوریه کې د روان کړکېچ د کمېدو او د ملکي وګړو د خونديتوب غوښتنه وکړه. هغه د ولسمشر بشار الاسد ځواکونه او روسیه پر ښوونځیو او روغتونو د حملو پر مهال د ملکي وګړو په مرګ ژوبله تورن کړل او په ځواب کې یې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبینزیا وویل، دا تصور هم لا نه شي کېدای چې واشنګټن به په اخلاص سره د تروریزم پر ضد مبارزه وکړي. دغه غونډه وروسته له هغې رابلل کیږي چې د ولسمشر، بشر الاسد مخالفې ډلې، تحریر الشام د سوریې حلب ښار نیولی او د لا پرمختګ خبر یې هم ورکړی دی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





