google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
په افغانستان کی جبر او د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوي
انصار: ( د لړم۸مه)، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ یو نوی راپور خپور کړی دی. بینېټ ویلي چې د دغه راپور موندنې به د راروانې نومبر میاشتې په لومړۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته وړاندې کړي. ریچارډ بینېټ تېره شپه ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه راپور په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو، نجونو، ماشومانو او لږکیو د بشري حقونو خرابېدونکی وضعیت بیان کړی دی. راپور کې راغلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو د درېیو کلونو په تېرېدو، د بشري حقونو نړیوالو منشورونو ته د درناوي په اړه د طالبانو د لومړنیو ادعاوو برعکس جبر او د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوي دي. په دوام کې راغلي چې د طالبانو چلند د دوی په پالیسیو کې په ښکاره ډول لیدل کېږي چې څنګه پر ښځو او نجونو ظلم او زیاتی کوي. د ریچارډ بینېټ د نوي راپور له مخې، څرګنده ده چې طالب چارواکي د نجونو او ښځو په مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو یا پوهنتونونو د بیا پرانیستلو لږ یا هېڅ اراده نه لري. د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په تړاو له طالب چارواکو په وار وار غوښتنې شوي، خو دوی نه وايي چې کله به دا کار کوي. د ریچارډ بینېټ په راپور کې ویل شوي، د طالبانو له چارواکو د حساب کتاب غوښتلو په برخه کې ناغېړي به نه یواځې له سزا د معافیت مسئله پياوړې کړي، بلکې احتمالاً طالبان به لا وهڅوي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





