google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
ټام ویست ته نوې دنده وسپارل شوه
انصار: (د میزان ۱۱ مه)، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ به له خپلې دندې ګوښه شي او پر ځای به یې د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو د همغږۍ د دفتر سرپرست شي. په پام کې ده چې د ښاغلي ویست دنده د افغانستان لپاره د امریکا په سفارت کې اوسنۍ شارژدافېره کرن ډیکر او همداراز د افغان ښځو لپاره د متحدو ایالتونو استازې رینا امیري په غاړه واخلي. د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د قطر له دوحې څخه فعالیت ته دوام ورکوي. د امریکا د باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، ښاغلی ویسټ، چې د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو، واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته د یوې ننګوونکې دورې په ترڅ کې د متحدو ایالتونو د پالیسۍ په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی. بلینکن له ویسټ څخه مننه وکړه چې د متحدو ایالتونو د ملي ګټو او د افغانانو د بشري اړتیاوو ترمنځ یې انډول په پام کې ساتلی و. ده همداراز ویلي چې ویست د خپل ماموریت پرمهال، د نړیوالو شریکانو په همکارۍ د بشري هڅو مشري وکړه څو په دې توګه په افغانستان کې د پراخې قحطۍ مخه ونیسي او د میلیونونو افغانانو عاجلې اړتیاوې پوره کړي. بلینکن وویل، «ټام په یوه پیچلې دوره کې په مهارت سره د افغانستان په اړه د ډیپلوماسۍ مشري کړې ده.» ټام ویست د افغانستان په اړه د پراخو معلوماتو خاوند دی او په پښتو ژبه هم پوهېږي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





